منځپانګې ته تلل
شنبه ۱۴ نومبر ۲۰۲۶ · کابل ۲:۱۶ غ.و
۱۳° — په ټولو ولایتونو کې هوا
صاف · ↑۱۳° ↓۰°
د هوا کیفیت: منځنی
غړي

سوداګر: د کانونو کیندنې او قیمتي ډبرو کاروبار لپاره دې اسانتیاوې رامنځته شي

· ۲ دقیقې لوستل · ۷۲ کتنې

اسعداباد (پژواک، ١٠ چنګاښ ٩٨): د قيمتي ډبرو ځيني سوداګرو له حکومته غوښتنه وکړه چې د کانونو کيندنې او قيمتي ډبرو کاروبار زمينه په قانوني ډول برابره کړي.

د ننګرهار، کونړ، لغمان، نورستان او خیبر پښتونخوا يو شمېر سوداګر نن په کونړ ولايت کې راټول شوي وو او دغه څرګندونې يې وکړې.

د دغو سوداګرو له ډلې مولوي محمد اسماعيل وويل چې حکومت بايد داسې زمينه برابره کړي څو له بهره يو شمېر سوداګر افغانستان ته راشي او دلته د قيمتي ډبرو راکړه ورکړه وکړي.

دى وايي: ((په دغه کار سره هم حکومت ته ګټه رسېږي او هم خلکو ته د کار زمينه برابرېږي.))

ده ټينګار وکړ چې حکومت بايد د قيمتي ډبرو سوداګرو ته د ټکس په مقابل کې داسې کارتونه ورکړي چې په ټول هېواد کې د اعتبار وړ وي څو دوى وکولاى شي په اسانه خپل کاروبار وکړي.

دغه راز د ننګرهار قيمتي ډبرو د مارکېټ مشر حاجي مسکين وويل چې سوداګرو ته دې له سلا مشورې وروسته په کونړ کې د قيمتي ډبرو يو مارکېټ جوړ شي او تر څنګ دې یې په ټول هېواد کې د قيمتي ډبرو انتقال ازاد کړاى شي.

نوموړي وويل چې د قيمتي ډبرو د سوداګرۍ لپاره دې د حکومت له لوري ځانګړي اصول هم وضعه شي.

همدارنګه د خيبر پښتونخوا د مالګې منډوي يوه سوداګر حزب الله وويل چې د پاکستان د پېښور ښار په نمک منډوي کې زرګونه افغان سوداګر د قيمتي ډبرو کاروبار کوي.

هغه وايي: ((په دغه مارکېټ کې تر ټولو ښه او قيمتي ډبرې د افغانستان دي خو د افغانستان کاڼي د پاکستان په نوم نورو هېوادونو ته صادرېږي.))

ده وويل چې افغان حکومت بايد دغو سوداګرو ته زمينه برابره کړي څو د قيمتي ډبرو په برخه کې په افغانستان کې پانګونه وکړي.

يو شمېر نورو سوداګرو هم ورته څرګندونې وکړې.

د غونډې په پاى کې د کونړ والي عبدالستار ميرزکوال وويل چې په دغه ولايت کې د قيمتي ډبرو د پروسس او خرڅلاو مارکېټ جوړوي.

والي دا هم وويل چې په کونړ کې يو انسټيټیوټ جوړوي څو ځوانان د قیمتي ډبرو په برخه کې مسلکي زده کړې وکړي.

ده له يادو سوداګرو سره ژمنه وکړه چې د دوى غوښتنې به د يوې کمېټې له لارې تر اړوندو حکومتي چارواکو پورې رسوي.

د يادونې ده، د لومړي ځل لپاره په کونړ کې د قيمتي ډبرو د سوداګرو غونډه جوړه شوه.

غړي

You need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.

اړوند خبرونه

ټول سوداګري او اقتصاد