کابل (پژواک، ١٠ چنګاښ ٩٨): د افغانستان بانک په داسې حال کې سږ کال ۴،۲ میلیون افغانۍ خپلو دوو ورزشي لوبډلو ته ځانګړې کړي چې د هېواد له ۵۰ سلنه ډېر وګړي د فقر تر کرښې لاندې ژوند کوي.
هغه اسناد چې کاپي يې پژواک خبري اژانس هم تر لاسه کړې، ښيي چې د افغانستان بانک د ۱۳۹۸ کال بودیجه (له ۲۳،۸ میلیارد ډېر عایدات او له ۵،۸ میلیارد افغانیو ډېر لګښتونه) د دغه بانک د مالي او محاسبې د عمومي امر محمد یونس د غوښتنې په اساس د دغه بانک عالي شوار ته راجع شوې ده، د دغې شورا له خوا د عامل پلاوي تر تایید وروسته منظور شوی دی.
د بودیجې ترتيب شوى جدول ښيي چې د افغانستان بانک د کرکټ او فوټبال لوبډلو لپاره په ۱۳۹۷ کال کې څلور میلیونه او په ۱۳۹۸ کال کې څلور میلیونه او ۲۴۰ زره افغانۍ بودیجه ځانګړې شوې ده.
دا په داسې حال کې ده چې د دغه بانک د وړکتون لپاره په روان مالي کال کې ۲۵۰ زره افغانۍ بودیجه ځانګړې شوې ده.
یوې معتبرې سرچینې پژواک خبري اژانس ته وویل، د دغه بانک د ورزشي برخې بودیجه د ورزشي وسایلو لکه جامو، توپ او نورو، د ورزشي لوبغالي کرایه، د روزونکو معاشو، د ورزشکارانو د لارې کرایه او د دوی د خوړو په برابرولو مصرفېږي.
سرچینې زیاته کړه، محمد یونس سادات د مالي او محاسبې د عمومي امریت تر څنګ د دغه بانک د کرکټ او فوټبال لوبډلو مسوول هم دی.
سرچینه ادعا کوي چې سادات خپله د بودیجه طرحه جوړوي، وروسته د اړوندو چارواکو منظوري اخلي او د تدارکاتي اصولو له مراعاتولو پرته په خپله بودیجه مصرفوي.
هغه وویل: ((په "افغانستان" غوندې هېواد کې چې وګړو ته یې دوه وخته ډوډۍ په مشکله رسېږي، دوی ۴،۲ میلیون افغانۍ په لوبو مصرفوي، ولې؟ ایا دغه بانک د خلیل صدیق شخصي ملکیت دی چې د خلکو پیسې په دې ډول مصرفوي؟))
د افغانستان د مرکزي بانک رییس خلیل صدیق چې د روان کال د غبرګولي په ۲۷مه یې د روغتیايي ستونزو له امله استعفا ورکړې او استعفا یې منل شوې ده، خو د قانون له مخې باید د روان کال د چنګاښ تر ۲۵مې باید د بانک چارې مخته یوسي، وویل، په دې تړاو دې د بانک له دویم مرستیال محمد قسیم رحیمي سره خبرې وشي، خو اوس په یوه بهرني سفر تللی دی.
د دغه بانک ویاند ایمل هاشور هم ورته ځواب درلود.
پژواک نن سهار (د چنګاښ ۱۰ مه) له محمد یونس سادات سره اړیکه ټینګه کړه او ټول موضوعات یې ورسره شریک کړل، خو نوموړي وویل، په دې اړه پوښتنې دې د ایمیل له لارې له ده سره شریکې شي څو دی یا یې ویاند ځواب کړي.
پژواک په دې اړه پوښتنې د ایمیل له لارې له سادات سره شریکې کړې، خو ويې ویل چې د دې پوښتنو په اړه به راتلونکې یکشنبې له پژواک سره خبرې وکړي.
د بانک دوو ورزشي لوبډلو ته د څلور میلیون افغانیو ځانګړي کول، په داسې حال کې دي چې د تېر کال د غويي میاشتې د یوه خپاره شوي راپور په اساس د افغانستان ۵۴ سلنه وګړي د فقر تر کرښې لاندې ژوند کوي.
افغان ولسمشر محمد اشرف غني هغه مهال د فقر تر کرښې لاندې یادې شمېرې د شرم وړ بللې وې او ویلي یې و: ((کله چې په ټولنه کې فقر تر پنځوس سلنه ډېر وي، یاده ټولنه څه ډول ثبات ته ورسېږي؟ فقر د ثبات دښمن دی.))
د د څېړنو له مخې، هغه کسان چې هره ورځ له ۱۰۰ افغانیو لږ عاید لري، د فقر تر کرښې لاندې ژوند کوي.
د کابل پوهنتون د اقتصاد پوهنځي استاد سید مسعود وویل، بانکونه مسوولیت لري د خپلو عایداتو یوه برخه په ټولنیزو برخو کې مصرف کړي، خو په افغانستان غوندې هېواد کې چې ډېری وګړي یې د فقر تر کرښې لاندې ژوند کوي، د بانک له خوا په ورزشي مسایلو کې په یاده کچه پیسې مصرفول مناسب نه دي.
د هغه په خبره، په هغه صورت کې چې یو کس بودیجه جوړوي او هغه یې په خپله خوښه مصرف کړې وي، قانون یې تر پښو لاندې کړی او له خپل موقف یې ناوړه استفاده کړې چې باید ځواب یې ورکړي.
استاد مسعود زیاته کړه، د افغانستان د مرکزي بانک پانګه د هېواد په ټولو وګړو پورې تړاو لري او بېځایه مصرف یې په حقیقت کې خلکو ته زیان رسوي.
هغه وویل، د خلکو د پیسو او سرمایې د بېځایه لګښت پر ځای کولای شو دغه پیسې نه یواځې په مرکزي بانک کې، بلکې په ټولو ادارو کې د ښوونکو د بېمې، د کوپون په وېش او نورو مهمو مسایلو کې مصرف کړي.
د کابل ښار د خواجه رواش لېسې ښوونکې ګلالۍ عالمیار د افغانستان بانک دوو ورزشي لوبډولو ته د څلور میلیون افغانیو ځانګړي کولو په اړه وویل، د یوه بانک ورزشي برخې یا نورو بېځایه لګښتونو ته د یادې اندازې پانګې د ځانګړي کولو پر ځای باید دولت د ښوونکو د میاشتني معاش د ډېرېدو په برخه کې اقدام وکړي، ځکه د ښوونکو اوسنی معاش د دوی لومړنۍ اړتیاوې نه شي پوره کولای.
نوموړې چې څلورمه رتبه ښوونکې ده، ۱۳ زره افغانۍ معاش لري، خو زیاته یې کړه، ټيټ رتبه ښوونکي ان ۷۰۰۰ افغانۍ میاشتنى معاش اخلي.
ګلالۍ عالمیار وویل، د هېواد په کچه د ښوونکو د کمښت ستونزه موجوده ده او دولت کولای شي په ۴،۲ میلیون افغانیو هر کال شاوخوا پنځوس ښوونکي جذب کړي څو د وطن د بچیانو درسونو ته ښه رسېدنه وکړي.
د ګلالۍ عالمیار په خبره، دولت باید د دغه ډول لګښتونو مخه ونیسي.
دا په داسې حال کې ده چې د پوهنې وزارت د شمېرو په اساس، په افغانستان کې ۳،۷ میلیون ماشومان له زده کړو بې برخې دي. د ناامنيو، بېځایه رواجونو او نورو لاملونو تر څنګ فقر او د ښوونکو کمښت ښوونځیو ته د ماشومانو د نه تګ لوی لاملونه ښودل شوي دي.
غړيYou need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.










