منځپانګې ته تلل
شنبه ۱۴ نومبر ۲۰۲۶ · کابل ۲:۲۸ غ.و
۱۳° — په ټولو ولایتونو کې هوا
صاف · ↑۱۳° ↓۰°
د هوا کیفیت: منځنی
غړي

د جلال اباد ځينو هټۍ والو د کلدارو نه اخيستو پرېکړه کړې

· ۲ دقیقې لوستل · ۸۰ کتنې

جلال اباد (پژواک، ۱۱ چنګاښ ۹۸): وروسته له هغه چې د پاکستان کلدارو خپل ارزښت له لاسه ورکړ، د ننګرهار د مرکز جلال اباد ښار د يو شمېر مارکېټونو دوکاندارانو پرېکړه کړې چې له دې وروسته به په راکړه ورکړه کې یوازې افغانۍ کاروي.

دوی وايي، دا چاره يې د خپل ملي هويت تر څنګ د کلدارو د ارزښت له ټيټېدو وروسته کړې ده، خو ځيني بيا وايي چې کلدارو ارزښت له لاسه ورکړى دى.

د جلال اباد ښار د مبايل پلورنې د نهو لويو مارکېټونو دوکانداران وايي، له دې وروسته به مبايلونه له افغانيو پرته نه خرڅوي.

د ننګرهار د کسبګرو او اصنافو اتحاديې مشر عزيزالرحمن عرب د چنګاښ په ۱۱مه پژواک اژانس ته وويل چې د دغه ولايت د مرکز جلال اباد ښار د مبايل پلورنځيو دوکاندارانو ورسره ژمنه کړې چې له دې وروسته به کلدارې نه اخلي.

د هغه په وينا، هڅه کوي چې د نورو صنفونو او کسبونو دوکاندارانو ته هم قناعت ورکړي چې د راکړې ورکړې پر مهال له افغانيو کار واخلي.

د نوموړي په خبره، پر افغانيو راکړه ورکړه سره له دې چې د افغانانو د ملي هويت ښکارندويي کوي، سوداګرو او عامو خلکو ته اقتصادي ګټې هم لري.

په ورته وخت کې د جلال اباد ښاروالۍ يوه مسوول استازي بازمحمد ځوانمل دوکاندارانو ته ډاډ ورکړ چې د دې چارې ملاتړ به يې کوي او هڅه کېږي چې نور دوکانداران هم دغې چارې ته وهڅول شي.

نوموړی وايي، که څه هم د ښاروالۍ له لوري وخت ناوخت د کلدارو د مخنيوي کمپاينونه ترسره کېږي خو د خلکو له همکارۍ پرته دا چاره ناشونې ده.

صفي الله چې جلال اباد ښار کې د مبايل پلورنځی لري وايي، پر کلدارو د مبايل پلورل ورته تل پر زيان تمامېږي، نو ځکه يې پرېکړه وکړه چې نور به کلدارې نه اخلي.

خو د بدرالدين په نوم يو مدني فعال وايي چې دوى دغه کار د کلدارو د ازرښت له لاسه ورکولو له امله کړى دى.

هغه پژواک ته وويل، که دوى ملي ارزښتونو او ملي هويت ته درناوى لرلى، نو له تېرو څو کلونو راهيسې په دې اړه ډېرې هڅې او کمپاينونه وشول، خو چا دغه کار نه کولو.

په دې وروستيو کې د افغانيو او ډالرو پر وړاندې د کلدارو ارزښت ډېر ټيټ شوی دی.

غړي

You need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.

اړوند خبرونه

ټول سوداګري او اقتصاد