منځپانګې ته تلل
شنبه ۳۱ اکتوبر ۲۰۲۶ · کابل ۱۱:۴۴ غ.م
۱۷° — په ټولو ولایتونو کې هوا
نیمه ورېځ · ↑۱۸° ↓۷°
د هوا کیفیت: منځنی
غړي

زاخېلوال: د دوحې بين الافغاني ناسته مذاکرات نه، ډیالوګ دی

· ۲ دقیقې لوستل · ۹۴ کتنې

کابل (پژواک، ١٥ چنګاښ ٩٨): افغان سياستوال او د قطر بين الافغاني ناستي يو ګډونوال عمر زاخېلوال وايي چې د قطر ناسته اصلاً د بين الافغاني مذاکراتو لپاره د زمينې برابروونکې ده.

ټاکل شوې ده چې سبا د جرمني او قطر حکومتونو په ګډو هڅو او کوربه توب په دوحه کې بين الافغاني ناسته جوړه شي چې په کې د طالبانو د استازو په ګډون ٦٠ کسان ګډون کوي.

په دې ناسته کې له کابله شاوخوا ٤٠ کسیز پلاوى نن دوحې ته ولاړ او ټاکل شوې له اروپا او امريکا هم يو شمېر افغانان په دې ناسته کې ګډون وکړي.

د دې ناستې يوه ګډونوال پخواني سفير او وزير ډاکتر عمر زاخېلوال دوحې ته په لاره په الوتکه کې له پژواک خبري اژانس سره په يوه ځانګړې مرکه کې هيله څرګنده کړه چې دا ناسته اصلي بين الافغاني مذاکراتو ته د لارې هوارولو او زمینې برابرولو لپاره ده.

ده زياته کړه، د قطر ناسته مذاکرات نه، بلکې ډيالوګ دى چې اصلي بين الافغاني مذاکراتو ته به لاره هواره کړي او دا مذاکرات بايد په همدې مياشت کې پيل شي.

خو زاخېلوال وايي: ((موږ غواړو چې دا ناسته يواځې تر ډيالوګ پورې محدود پاتې نه شي، طالبان به خپل دريځ او موږ خپل دريځ وړاندې کوو او د سولې پر بېلابېلو اړخونو به بحثونه کوو.))

هغه د دې ناستې د ګډونوالو په اړه وويل چې ټولو ته په شخصي توګه بلنې ورکړل شوې ده، خو کوم دولتي کسان چې ګډون کوي، په شخصي ډول به له خپل دريځ څخه خامخا دفاع کوي.

نوموړى وايي: ((موږ د نظام ساتنه غواړو، ټول سوله غواړو خو پر شرايطو يې غواړو چې په کې د طالبانو په ګډون د ټولو عزت خوندي وي، له هېچا وېره نه وي، موجود وي، د هېچا وېره نه وي، نه دلته دا خويندې وروڼه د طالبانو له راتګه وېره ولري او نه طالبان په کابل کې له چا وېره ولري.))

زاخېلوال زياتوي، هڅه دا ده چې دا يوه سوچه بين الافغاني ناسته وي، ټول په کې د افغانانو په توګه د افغانستان لپاره خبرې کوي.

غړي

You need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.

اړوند خبرونه

ټول دولت او سياست