کابل (پژواک، ١٥ چنګاښ ٩٨): په کابل ښار کې نن د تېرې شنبې په پرتله د عربي سرو زرو بیه ټيټه شوې ده خو د نورو لومړنيو توکو بیو بدلون نه دی کړی.
د کابل ښار د تيمورشاهي واټ یوه زرګر حاجي احمد فواد صالح زاده پژواک خبري اژانس ته وویل، نن د تېرې شنبې په پرتله د یوه ګرام ۷۵۰ عیار عربي سرو زرو بیه له ۲۹۰۰ څخه ۲۸۵۰ افغانۍ ته راټيټه شوې ده.
خو د ده په خبره، یو ګرام ۵۸۵ عیار روسي سره زر د تېرو اوو ورځو په څېر په ۲۴۰۰ افغانۍ پلوري.
نوموړي زیاته کړه، په نړیوالو بازارونو کې د عربي سرو زرو بیې له ټيټېدو وروسته د کابل ښار په بازارونو کې هم د هغو بيه ټیټه شوې ده.
بلخوا بیا د لومړنیو توکو بیې پر خپل حال پاتې دي.
د کابل ښار د خوراکي توکو د سوداګرو ټولنې رییس محمد همایون وویل، نن لکه د تېرې شنبې په څېر په عمده ټول د ۴۹ کیلوګرامه قزاقي اوړو بیه ۱۴۷۰ افغانۍ، ۱۶ لېتره خورشید غوړي په ۱۰۸۰ افغانۍ، ۴۹ کیلوګرامه پاکستانۍ بوره په ۲۰۴۰ افغانۍ، ۲۴ کیلوګرامه لومړۍ سېله پاکستانۍ وریجې په ۲۲۰۰ افغانۍ، یو کیلوګرام شین اندونیزیايي چای په ۳۰۰ افغانۍ او یو کیلو تور افریقايي چای په ۳۲۰ افغانۍ پلورل کېږي.
د یو شمېر توکو پرچون او عمده بیې په ځينو مواردو کې لږ خو په ځینو کې بیا ډېر توپیر لري.
د احمد صمیم په نوم د تایمني د ۱۳ سړک د خوراکي توکو یوه پلورونکي وویل، نن د ۵۰ کیلوګرامه قزاقي اوړو پرچون بیه ١٥٣٠ افغانۍ، د ۴۹ کیلوګرامه پاکستانۍ بورې بیه ٢١٠٠ افغانۍ، د ۲۴ کیلوګرامه لومړۍ سېله پاکستانۍ وریجو بیه ٢٥٠٠ افغانۍ، د ۱۶ لېتره خورشید غوړیو بیه ١١٥٠ افغانۍ، د یوه کیلو شین اندونیزیايي چای بیه ٣٢٠ افغانۍ او یو کیلو تور افریقايي چای په ٣٦٠ افغانۍ پلورل کېږي.
د سون توکو بیې پر خپل حال پاتې دي.
د کابل ښار د وزیر اباد د تېلو ټانک یوه کارکوونکي عبدالهادي پژواک خبري اژانس ته وویل، نن د تېرې شنبې په څېر د یو لېتر پټرولو بیه ٥٢ افغانۍ او یو لېتر ډېزل په ۴۹ افغانۍ پلورل کېږي.
دغه راز د کابل ښار د تایمني د څلورم سړک یوه ګاز پلورونکي محمد اکرام وویل، نن د تېرې شنبې په څېر یو کیلو مایع ګاز په ٦٥ افغانۍ پلورل کېږي.
د کابل د شهزاده سرای د صداقت صرافۍ مالک حاجي میر حسن وویل، نن د یوه امریکايي ډالر ارزښت ٨٠.١٠ افغانۍ او زر پاکستانۍ کلدارې په ٥١١ افغانۍ بدلېږي.
د چنکاښ په اتمه د یوه امریکايي ډالر ارزښت ۸۱.۵ افغانۍ او زر پاکستانۍ کلدارې په ۵۰۵ افغانیو بدلېدې.
غړيYou need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.










