جلال اباد (پژواک، ۲۵ چنګاښ ۹۸): د ننګرهار په پچيراګام ولسوالۍ کې د يوې خوني د چت پرېوتو له امله د يوې کورنۍ پنځه غړي مړه شوي دي.
چارواکي وايي چې چت د زوړوالي له امله پرېوتی او له کبله يې يوه زړه مېرمن شديده ټپي شوې هم ده.
د ننګرهار د والي وياند عطاء الله خوږياڼي د چنګاښ په ۲۵مه پژواک اژانس ته وويل، نن سهار د دغه ولايت د پچيراګام ولسوالۍ پاس پچير سيمه کې د يوې خونې چت پرېوتی دی.
دی وايي، په دغه پېښه کې پنځه کسان مړه او يوه مېرمن ټپي شوې ده.
هغه زياته کړه، په مړو کې يوه ٢٥ کلنه مېرمن، دوه نارينه او دوه ماشومې نجونې شامل دي.
خوږياڼي وويل چې پېښه کې د ټپي مېرمنې روغتيايي وضعيت د اندېښنې وړ دی.
غړيYou need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.










