جلال اباد (پژواک، ۲ زمری ۹۸): په ننګرهار کې يو نابينا چې ۲۹ کاله مخکې يې د جګړو له امله د سترګو ديد له لاسه ورکړی، وايي، همت يې له لاسه نه دی ورکړی، د ليسانس تر کچې زده کړې لري او اوس د نورو نابينايانو پر روزنه بوخت دی.
نابينايانو ته د بريل خط (د نابينايانو ځانګړی خط) او کسب زده کړه ورکول، د کرکټ او نورو لوبو په برخو کې د نابينايانو روزل، هغو ته د درسي نصاب کتابونو بريل ته اړول او د نابينايانو د حقونو غوښتل هغه څه دي چې دغه نابينا په کې اوس مصروف دی.
فضل غني بشردوست د ننګرهار د کامې ولسوالۍ د ده غازي اوسېدونکی دی، پنځه څلوېښت کاله عمر لري او ډېر ژوند د سترګو له نعمته بې برخ دی.
د بشردوست په خبره، په هېواد کې د کورنيو جګړو پر مهال په جلال اباد ښار کې د يوې نښتې پر مهال د سر په برخه کې په ړندې مرمۍ لګېدلی او پاتې ژوند يې له تيارو ډک شو.
هغه وايي، لومړی ورته ژوند ډېر سخت و خو وروسته يې مبارزه پيل کړه، زده کړې يې وکړې او اوس د يو ځای پر ځای درې ځايه دندې ترسره کوي.
نوموړی زياتوي: "ما تر دوولسم ټولګي مسلکي لېسه لوستې وه، ډرېور وم، خو کله چې نابينا شوم، نو بيا مې له سره لېسه ولوسته، خو دغه ځل مې زده کړې په برېل خط وې، برېل خط مې زده کړ، کرکټ مې زده کړ، کسب مې زده کړ او د استازۍ او ليکوالۍ تر کچې ورسېدم."
هغه وايي، د زده کړو پر مهال له ګڼو ستونزو سره مخ شوی او داسې ډېر وختونه پرې راغلي چې د بې وسۍ له امله يې سپوره ډوډۍ هم نه ده ترلاسه کړې.
بشردوست له دوولسم وروسته په جلال اباد کې يو خصوصي پوهنتون کې د حقوقو او سياسي علومو په پوهنځي کې لوړې زده کړې وکړې او په ۱۳۹۵کال کې يې د فراغت سند ترلاسه کړ.
هغه زياته کړه: "مکتب کې راته دردوونکې دا وه چې استاد به په امتحان کې له نورو شاګردانو بېل کېنولم، افسوس به راغی چې ولې راسره داسې چلند کېږي. په پوهنتون کې هم همدا ستونزه وه، دلته بله ستونزه دا وه چې چپټرونه په برېل خط نه وو، ما به يو چپټر په پنځه شپږ زره کلدارو باندې په يو کس غږيز ثبتاوه او بيا به مې ترې زده کړې کولې."
بشردوست وايي، پخوا ورته کورنۍ او خپلوانو ښه نظر نه کاوه، خو چې کله پر کار شو نو هم يې په اسانۍ واده وکړ او اوس ورسره د کورنۍ د غړو راشه درشه هم ښه ده.
نوموړی اوسمهال په ختيځ زون کې له سويډن کمېټې سره د نابينايانو په برخه کې کار کوي او د دې معلولې طبقې لپاره د تعليمي نصاب کتابونه برېل خط ته اړوي.
نوموړی دغه راز د يادې ادارې له لوري په کونړ او لغمان ولايتونو کې د نابينايانو د پروګرام څارونکی هم دی او پر دې سربېره په ختيځ کې د نابينايانو د ټولنې مشري هم ور له غاړې ده.
د هغه د معلوماتو له مخې، د نابينايانو له ټولنې سره په ټول زون کې ۲۵۰۰ نابينايان ثبت دي چې د ۱۲۰ ښځو په ګډون د ۱۳۰۰ په شاوخوا کې په ننګرهار کې دي.
د فضل غني بشردوست په خبره، يادې ټولنې نابينايانو ته د کسب زده کړې زمينه برابره کړې او تر څنګ يې هره مياشت د ننګرهار په ولسواليو کې نابينايانو او د هغوی کورنيو ته د نابينا د ژوند په اړه د عامه پوهاوي پروګرامونه لري.
دی اندېښمن دی چې په ولسواليو کې لا هم نابينايانو ته په سپکه سترګه کتل کېږي، کورنۍ يې لاسنيوی نه کوي او اړ ژوند تېروي.
هغه پر کورنيو غږ وکړ چې د خپلو روغو اولادونو په څېر دې د نابينا اولاد لاسنيوی هم وکړي، زده کړې دې پرې وکړي او د احتياجۍ له ژونده دې وژغوري.
غړيYou need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.








