هرات (پژواک، ٢ زمری ٩٨): د هرات د حوزوي روغتون مسوولین وايي چې د روان کال له پیله راهیسې تر زرو ډېرو کسانو په دغه ولایت کې د ځان وژنې هڅه کړې ده.
د یادو مسوولینو په خبره، د یادو هغو کسانو له ډلې چې د ځان وژنې هڅه یې کړې ده، ۸۵ سلنه ښځې دي.
د هرات حوزوي روغتون د ډاکترانو مشر ډاکتر عارف جلالي پژواک خبري اژانس ته وویل، دغه مرکز ته هره ورځ له پنځو تر ۱۰ هغه ښځې ور وړل کېږي چې د ځانوژنې هڅې یې کړې وي.
نوموړي زیاته کړه، د روان کال په تېرو څلورو میاشتو کې د هغو ۱۰۰ کسانو له ډلې چې د ځان وژنې هڅه یې کړې، نهو کسانو یې ساه ورکړې چې پنځو یې ځان سوځولی او څلورو نورو د ځان زندۍ کولو او مسموم کوونکو درملو له لارې خپل ژوند له لاسه ورکړی دی.
غړي
You need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.










