منځپانګې ته تلل
یکشنبه ۱ نومبر ۲۰۲۶ · کابل ۱:۵۵ غ.م
۹° — په ټولو ولایتونو کې هوا
ورېځ · ↑۲۰° ↓۸°
د هوا کیفیت: منځنی
غړي

د بلخ د ولايتي شورا رييس: په ولسمشرۍ ټاکنو کې به د خلکو ګډون کم وي

پژواک خبري اژانس
· ۵ دقیقې لوستل · ۱۲۱ کتنې

مزارشريف (پژواک، ٣ زمرى ۹۸): د بلخ د ولايتي شورا رييس محمد افضل حديد وايي چې د دغه ولايت په شپږو ولسواليو کې امنيتي ګواښونه لوړې کچې ته رسېدلي دي.

هغه زياته کړه چې له دې ډلې د بلخ د درېیو ولسواليو يواځې ودانۍ له امنيتي ځواکونو سره دي او نورې ټولې سيمې يې طالبانو نيولې دي.

افضل حديد د لړم په درېيمه له پژواک خبري اژانس سره په ځانګړې مرکه کې وويل چې د بلخ امنيتي حالت جدي بيا کتنې ته اړتيا لري.

هغه زياتوي چې د دغه ولايت په شپږو ولسواليو لکه چمتال، چهاربولک، دولت اباد، کشندې، شولګر او بلخ ولسواليو کې امنيتي ګواښونه لوړې کچې ته رسېدلي دي.

د حديد په خبره، د پورته يادو ولسواليو له ډلې بيا په چمتال، چهاربولک او دولت اباد ولسواليو کې يواځې د ولسوالۍ او امنيې قوماندانيو ودانۍ له امنيتي ځواکونو سره دي او پاتې نور ټول کلي وسله والو طالبانو لاس ته ورغلي دي.

خو نوموړي وويل چې د مزارشريف ښار له بشپړ امنيت څخه برخمن دی او د تېر په پرتله په کې جنايي پېښې هم کمې شوې دي.

د بلخ د ولايتي شورا رييس د دغه ولايت د نا امنيو د عواملو په اړه وويل چې د جګړې زياتېدو او امنيت د خرابېدو لوی لامل په بلخ کې په کافي اندازه د امنيتي تشکيل نه موجوديت دی.

هغه د بېلګې په ډول وويل چې د بلخ د امنيت لپاره بايد د شاهين قول اردو يوه لوا موجوده وي خو زياتوي چې د يادې لېوا يواځې يو کنډک په بلخ کې دنده ترسره کوي او پاتې درې کنډکونه يې يا په بغلان او يا هم د شمال په نورو ولايتونو کې پر امنيتي چارو بوخت دي.

نوموړي همدا راز وويل چې بلخ ټولټال ۳۵۰۰ پوليس تشکيل لري، حال دا چې دلته د وګړو شمېر شاوخوا ۳ ميليونه ته رسېږي نو ښکاره خبره ده چې دغه تشکيل کافي نه دی.

حديد هيله مندي وښوده چې په وروستيو مياشتو کې د بلخ په ناامنو سيمو کې د سيمه ييزې اردو ځای پر ځای کېدو پروګرام پيل شوی چې په خبره يې دا به د امنيت د ټينګښت په برخه کې موثر ګام وي.

هغه که څه هم د سيمه ييزې اردو جوړېدو ته خوشبين دی خو غوښتنه يې دا ده چې د سيمه ييزو پوليسو د جوړېدو ناکامې تجربې يو ځل بيا تکرار نه شي.

د ولايتي شورا رييس د امنيت د ټينګښت په برخه کې د سيمه ييزو پوليسو هڅې ستايي خو زياتوي چې يادو ځواکونو په نظم او کاري برخو کې هم پراخې ستونزې درلودلې.

حديد د سولې په تړاو وروستيو ناستو او مذاکراتو ته په اشارې وايي چې افغانان هيله لري څو جګړه پای ته ورسېږي او يوه باعزته او ټولمنلې سوله رامنځته شي.

نوموړي زياته کړه چې هره ورځ په روانه جګړه کې يواځې افغانان وژل کېږي.

هغه همدا راز وويل چې حکومت په وروستيو کلونو کې د سيمه ييزو پوليسو ملاتړ ته چندان پاملرنه نه کوي نو ځکه يو شمېر سيمو کې جګړې زياتې شوې او امنيتي وضعيت کړکېچن شوی دی.

د بلخ د ولايتي شورا رييس د بلخ وروستيو ناامنيو ته له انتخاباتو سره هم ربط ورکوي او زياتوي چې يو شمېر کسان د يادو جګړو تر شا لاس لري خو په دې برخه کې د چا نوم نه اخلي.

نوموړي اندېښنه وښوده چې راتلونکو ولسمشرۍ ټاکنو کې به د بلخ د ناامنو ولسواليو د اوسېدونکو ګډون د تېرو پارلماني ټاکنو په پرتله ۵۰ سلنه نور هم کم وي.

حديد وويل چې امنيتي ځواکونه دا معجزه نه شي کولای چې تر ټاکنو پورې دې د بلخ ناامنو ولسواليو ته امنيت راولي.

هغه زياته کړه: ((د تېر کال په پارلماني ټاکنو کې د بلخ په ناامنو ولسواليو کې امنيتي ګواښونه پنځوس سلنه وو خو اوس سل سلنې ته رسېدلي نو ځکه زه وايم چې په چمتال، چهاربولک، دولت اباد او د بلخ ولسوالۍ په ځينو سيمو کې به ټاکنې ونه شي.))

د ولايتي شورا رييس په خپلو خبرو کې د مزار- شبرغان لويې لارې نا امنيو ته هم اشاره وکړه او زياته يې کړه چې امنيتي ځواکونه نه دي توانېدلي څو د دې لويې لارې امنيت خوندي کړي.

نوموړي له شاهين قول اردو غوښتنه وکړه چې د مزار- شبرغان لويې لارې د امنيتي وضعيت ښه کېدو په موخه دې لاس په کار شي.

د هغه په خبره، وسله وال طالبان د يادې لويې لارې په اوږدو کې وخت نا وخت ګرځنده چيک پاينټونه جوړوي او ګزمې کوي چې مسافرين او سوداګر يې له لويو ستونزو سره مخ کړي دي.

نوموړی وايي چې طالبان پر دې لويه لار له بار وړونکو موټرو باج هم اخلي چې دغه وضعيت پر سوداګريزو چارو منفي اغېز کړی دی.

د ولايتي شورا رييس په بلخ کې د مخابراتي شبکو د فعاليت پر بندېدو هم اندېښه وښوده او زياته يې کړه چې دغه موضوع له ناامنۍ سره تړاو نه لري.

هغه وويل: ((د سولې په اړه خبرې روانې دي، ټاکنې او نور سياسي مسايل هم شته مزارشريف د هېواد په کچه له سترو ښارونو دی، نو زه فکر کوم چې د مخابراتي شبکو فعاليت بندېدل د سياسي فشار له امله رامنځته شوي او خپله د بلخ چارواکي هم دا يوه توطيه ګڼي.))

د هغه په وينا، د مخابراتي خدماتو بندېدو له امله سوداګرو، عامو خلکو او خصوصي سکتور ته پراخ مالي زيانونه اوښتي دي.

د بلخ ولايتي شورا رييس وويل چې د هېواد په کچه ډېر داسې ولايتونه شته چې امنيتي وضعيت يې له بلخ څخه څو چنده خراب دی خو زياته يې کړه چې هلته مخابراتي شبکې فعال خدمات وړاندې کوي.

نوموړي ډاډ ورکړ چې د رامنځته شوې ستونزې د حل په موخه جدي هڅې روانې دي او تمه شته چې ياده موضوع به حل کړای شي.

د حديد په خبره، د همدې نا امنيو او ستونزو له امله د حکومت پر وړاندې د خلکو بې باوري زياته شوې ده.

هغه غوښتنه کوي چې حکومتي مسوولين او امنيتي ځواکونه په دې بلخ کې د امنيت د تامين په موخه لازم او کارنده ګامونه واخلي.

غړي

You need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.

اړوند خبرونه

ټول دولت او سياست