منځپانګې ته تلل
شنبه ۱۴ نومبر ۲۰۲۶ · کابل ۱:۴۲ غ.و
۱۳° — په ټولو ولایتونو کې هوا
صاف · ↑۱۳° ↓۰°
د هوا کیفیت: منځنی
غړي

د پاکستان مرکزي تحقیقاتي اداره : په کراچۍ کې د ملا منصور اپارتمانونه او ودانۍ ضبط شوي

· ۲ دقیقې لوستل · ۵۸ کتنې

کابل (پژواک، ۴ زمری ۹۸) : د پاکستان د پلټنو مرکزي ادارې ایف ای اې ادعا کړې، چې  د طالبانو پخواني مشر ملا منصور په کراچۍ ښار کې ګڼ شمیر کاروبارونه ، اپارتمانونه او کورونه درلودل، چې اوس ضبط شوي دي.

ملا منصور دطالبانو د پخواني مشر ملا عمر تر مړینې وروسته ددې ډلې د مشر په توګه ټاکل شوی و، خو په ۲۰۱۶ کال کې د پاکستان په بلوچستان ایالت کې دامریکا په یوه بې پیلوټ برید کې و وژل شو.

د بي بي سي د راپور له مخې، د پاکستان تحقیقاتي ادارې ( ایف ای اې) د ترهګرۍ پر ضد د څانګې ادارې ویلي چې ملا منصور دغه کارونه په جعل او تذویر کړي وو.

سرچینې زیاته کړې، ملا منصور چې د پاکستان تذکره ( شناختي کارډ) لرله، په هغه کې چې کوم معلومات وو، د محمد ولي او د شاه محمد زوی او ګل محمد سعید امیر علي په تذکرو کې هم وو.

د ایف ای اې لخوا د پولیسو په حوزه کې په دې اړه یوه قضیه ثبت کړې ده، په دې دوسیه کې راغلي، چې ملا منصور په کراچۍ کې په جعلي اسنادو شپږ اپارتمانونه او تعمیرونه درلودل ، چې اوس ضبط شوي دي.

په راپور کې راغلي، چې ملا منصور دغه کاروبار د خپل یو نږدې ملګري عمار د محمد یاسر په وسیله کولو ، ملا منصور په بیلا بیلو بانکونو کې حسابونه هم درلودل .

پاکستانیو رسنیو ویلي، چې ملا منصور د محمد ولي په نامه پاسپورټ هم درلودل، چې په دې پاسپورټ یې ایران، متحده عربي امارات او د منځني اسیا ځینو هیوادونو ته یې سفرونه هم کړي وو.

 

غړي

You need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.

اړوند خبرونه

ټول سوداګري او اقتصاد