ژبه

د حج او اوقافو وزارت د دېوال چپه کېدو له امله ٣ کسان مړه او پنځه نور ټپیان شوي

کابل (پژواک، ٧ زمرى ٩٨): په کابل کې د حج، ارشاد او اوقافو  وزارت ودانۍ د يوه دېوال غورځېدو له امله درې مامورين مړه او پنځه نور ټپيان شوي دي.

د دغه وزارت يوه رييس چې د نوم له څرګندولو يې ډډه کوله، د زمري په ٧مه پژواک خبري اژانس ته وويل چې دا پېښه نن له غرمې وروسته په څه کم څلور بجې رامنځته شوې ده.

سرچينې زياته کړې، له باران وروسته د وزارت د يوې برخې دېوال چپه شوى چې له امله يې درې مامورين مړه او پنځه ټپيان شوي دي.

نوموړى چې په خپله له ټپيانو سره په روغتون کې و، د يو شمېر کسانو روغتيايي حالت د اندېښنې وړ وباله.

د وزارت يوه بل کار کوونکي پژواک اژانس ته وويل چې وزارت د خپلو مامورين لپاره د اصلي ودانۍ تر څنګ يوه بله ودانۍ په کرايه نيولې ده چې د باران له امله يې يو دېوال غورځېدلى دى.

login or register a new account.