منځپانګې ته تلل
شنبه ۱۴ نومبر ۲۰۲۶ · کابل ۱:۳۱ غ.و
۱۳° — په ټولو ولایتونو کې هوا
صاف · ↑۱۳° ↓۰°
د هوا کیفیت: منځنی
غړي

په کابل ښار کې د قزاقي اوړو او بورې بیې ټيټې شوې دي

· ۲ دقیقې لوستل · ۶۳ کتنې

 کابل(پژواک، ١٢ زمری ٩٨): نن په کابل ښار کې د تېرې شنبې په پرتله د قزاقي اوړو او بورې بیې ټيټې شوې دي.

 د کابل ښار د منډويي یوه عمده پلورونکي محمد صمیم پژواک ته وویل، نن د تېرې شنبې په پرتله د ۴۹ کیلو ګرامه پاکستانۍ بورې بیه له ۲۰۰۰ څخه ۱۹۵۰ افغانیو او د ۴۹ کیلو ګرامه قزاقي اوړو بیه له ۱۴۷۰ څخه ۱۴۶۰ افغانۍ ته راټيټه شوې ده.

 د نوموړي په خبره، د پاکستان او قزاقستان په بازارونو کې د یادو خوراکي توکو د بیو تر ټيټېدو وروسته په کابل کې هم د خوراکي توکو بیې ټيټې شوې دي.

 خو صمیم وايي چې نن د تېرو اوو ورځو په څېر په عمده ډول د ۱۶ لېتره خورشید غوړیو بیه ۱۰۸۰ افغانۍ، د ۲۴ کیلوګرامه لومړۍ سېله پاکستانیو ورجو بیه ۲۲۰۰ افغانۍ، یو کیلو شین اندونيزیايي چای په ۳۰۰ افغانۍ او یو کیلو تور افریقايي چاى په ۳۲۰ افغانۍ پلورل کېږي.

د یو شمېر توکو پرچون او عمده بیې په ځينو مواردو کې لږ خو په ځینو مواردو کې ډېر توپیر لري.

د احمد مصطفی په نوم د تایمني د ۱۳ سړک د خوراکي توکو یوه پلورونکي وویل، نن د ۵۰ کیلو ګرامه قزاقي اوړو پرچون بیه ١٥٠٠ افغانۍ، د ۴۹ کیلو ګرامه پاکستانۍ بورې بیه ٢٠٠٠ افغانۍ، د ۲۴ کیلو ګرامه لومړۍ سېله پاکستانیو وریجو بیه ٢٥٠٠ افغانۍ، د ۱۶ لېتره خورشید غوړیو بیه ١١٥٠ افغانۍ، د یوه کیلو شنه اندونیزیايي چاى بیه ٣٢٠ افغانۍ او یو کیلو تور افریقايي چای په ٣٦٠ افغانۍ پلورل کېږي.

د سون توکو بیو تغییر نه دی کړی.

 د کابل ښار د تایمني د څلورم سړک ګاز پلورونکي محمد اکرام وویل، نن د تېرو اوو ورځو په څېر د یو کیلو مایع ګاز بیه ۵۰ افغانۍ ده.

 دغه راز د کابل ښار د وزیر اباد د تېلو ټانک یوه کارکوونکي عبدالهادي وویل، نن د تېرې شنبې په پرتله یو لېتر پټرول په ۵۰ او یو لېتر ډیزل په ۴۷ افغانۍ پلوري.

د سرو زرو په بیو کې هم تغییر نه دی راغلی.

د کابل ښار د تېمورشاهي واټ یوه زرګر حاجي فواد احمد صالح زاده وویل، نن د تېرې شنبې په څېر یو ګرام ۵۸۵ عیاره روسي سره زر په ۲۴۰۰ افغانۍ او یو ګرام ۷۵۰ عیاره عربي سره زر په ۲۹۰۰ افغانۍ پلورل کېږي.

د کابل د شهزاده سرای د صداقت صرافۍ مالک حاجي میرحسن وویل، نن یو امریکايي ډالر په  ٧٨.٣٥ افغانۍ پېرل کېږي او زر پاکستانۍ کلدارې په ٤٩٩ افغانۍ بدلېږي.

د زمري په پنځمه د یوه امریکايي ډالر بیه ۷۹.۵۰ افغانۍ او زر پاکستاتنۍ کلدارې په ۵۰۳ افغانیو بدلېدې.

غړي

You need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.

اړوند خبرونه

ټول سوداګري او اقتصاد