منځپانګې ته تلل
شنبه ۳۱ اکتوبر ۲۰۲۶ · کابل ۱۲:۳۷ غ.و
۱۸° — په ټولو ولایتونو کې هوا
نیمه ورېځ · ↑۱۸° ↓۷°
د هوا کیفیت: منځنی
غړي

شاهين: د اوربند په اړه په بين الافغاني مذاکراتو کې خبرې کېږي

· ۲ دقیقې لوستل · ۱۱۷ کتنې

کابل (پژواک، ١٣ زمرى ٩٨): په قطر کې د طالبانو د دفتر وياند سهيل شاهين وايي چې د اوربند په  اړه به په بين الافغاني مذاکراتو کې خبرې وشي.

نوموړي د زمري په ١٣مه له پژواک خبري اژانس سره په ځانګړې مرکه کې وويل چې پرون له امريکا سره اتم پړاو خبرې اترې پيل شوې او ممکن څو ورځې دوام وکړي.

هغه زياته کړه چې پرون له امريکايي پلاوي سره لومړنۍ خبرې وشوې، هيله مندي شته چې په دغه پړاو کې دا خبرې نهايي شي.

خو سهيل شاهين وايي چې لا بحثونه روان دي، خو په يقين سره نه شي ويلى چې دغه ځل به هر څه خلاص شي، خو هيله مندي زياته ده.

نوموړي د اوربند په اړه د يوې پوښتنې په ځواب کې وويل چې په دې اړه به په بين الافغاني مذاکراتو کې خبرې وشي.

د هغه په وينا، اوس مهال د بهرنيو ځواکونو د وتلو پر مهالوېش خبرې کېږي چې امريکايي او ناټو ځواکونه له افغانستان څخه ووځي.

شاهين زياته کړه: ((دوى هم له موږ غوښتنه کوي چې د افغانستان خاوره د دوى او د متحدينو پر ضد  یې استعمال نه شي، موږ چا ته اجازه نه ورکوو چې په هغو ساحو کې چې زموږ تر کنټرول لاندې دي، د بل چا پر ضد وکارول شي.))

ده وويل، کله چې له امريکايي لوري سره خبرې نهايي شي بيا به یې د رسنيو پر وړاندې اعلان کړي او له هغه وروسته به له افغان جهتونو سره بين الافغاني مذاکرات پيل شي.

د امريکا او طالبانو ترمنځ اتم پړاو خبرې په داسې حال کې پيل شوې چې دغه ځل يوې پرېکړې ته د رسېدو خوشبيني زياته شوې ده.

د افغان سولې لپاره د امريکا ځانګړي استازي زلمي خليلزاد دغه ځل په کابل کې لس ورځې تېرې کړې او د تګ پر مهال يې اعلان وکړ چې تر ټولو بريالى سفر يې درلود او له ولسمشر غني سره يې پر ټولو مواردو موافقه کړې ده.

هغه قطر ته له تګ مخکې دوه ورځې پاکستان کې تېرې کړې او د پاکستان د پوځ له مشر، لومړي وزير او د بهرنيو چارو له وزير سره يې تفصيلي خبرې کړې دي.

د طالبانو د قطر دفتر وياند سهيل شاهين په داسې حال کې اوربند په بين الافغاني مذاکراتو پورې تړلى بولي چې زلمي خليلزاد څو ځلي ويلي چې له طالبانو سره يې پر څلورو موضوعاتو خبرې کړې او تړون پر همدې موضوعاتو کېږي.

د هغه په وينا، په دې موضوعاتو کې د بهرنيو ځواکونو وتل، له ترهګرۍ سره مبارزه، بين الافغاني مذاکرات او هر اړخيز اوربند دي.

خليلزاد په ډاګه کړې، څو پورې چې پر دغو څلورو واړو موضوعاتو موافقه نه وي شوې، پر هېڅ يوه موضوع موافقه نه کېږي.

غړي

You need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.

اړوند خبرونه

ټول دولت او سياست