کابل (پژواک، ۱۴ زمری ۹۸): د افغانستان د کانونو او پټرولیم وزارت د هرات ولایت د مرمر ډبرو د نهو کوچنیو کانونو د تړونونو د تعدیل هوکړه لیک له خصوصي قراردادي شرکتونو سره لاسلیک کړ.
د کانونو او پټرولیم وزارت سرپرستې نرګس نهان نن په کابل کې د یادو تړونونو د لاسلیک کولو په مراسمو کې وویل: ((د کانونو او پټرولیم وزارت په تېرو تړونونو کې د شته ستونزو د حل لپاره عملي ګامونه پورته کړي او نن موږ د مرمر ډبرو کانونو د نهو پروژو په تخنیکي او حقوقي برخو کې د ستونزو د حل شاهدان یو.))
هغې زیاته کړه، د معدن کارۍ له ۱۴۷ کوچنیو او منځنیو پروژو څخه یو شمېر جدي تخنیکي او حقوقي ستونزې لرلې او قرارداد کوونکو شرکتونو نه شوی کولای د لومړني قرارداد مطابق کارونه ترسره کړي.
د دې په خبره، نهه پروژې چې نن یې د تړونونو د تعدیل هوکړه لیکونه لاسلیک شول، په هغو ۱۴۷ پروژو کې شاملې دي چې قرارداد کوونکو شرکتونو یې دوه کاله مخکې د تعدیل غوښتنه کړې وه.
هغې وویل، دغو شرکتونو په ۱۳۹۵ کال کې د خپلو قراردادونو د تازه ارزونې وړاندیز کړی و او په قراردادونو کې یې د یوې اندازې تعدیلاتو غوښتنه کړې وه.
د کانونو او پټرولیم وزارت سرپرستې زیاته کړه: ((زموږ تخنیکي ټيم له ارزونو وروسته ترلاسه کړه چې د شرکتو له خوا غوښتل شوي تعدیلات پر ځای دي، په وضع شوو تړونونو کې د اوسني وضعیت مطابق شرایط په پام کې نه و نیول شوي او هغه مهال د کانونو او پټرولیم وزارت هم د کوچنیو تړونونو د لاسلیک تجربه نه لرله.))
د هغې په خبره، په مخکنیو تړونونو کې د استراج او رویالیټي اندازه ځانګړې شوې وه، خو کله چې شرکتونه سیمې ته لاړل، ونه توانېدل چې په هغه اندازه استخراج وکړي او کرار، کرار شرکتونو له ماتې سره مخامخ شول.
هغې زیاته کړه، د هرات ولایت په اوبه او چشت شریف ولسوالیو کې د مرمر ډبرو د کوچنیو کانونو د معدنکارۍ د نهو تړونونو د هوکړه لیک د لاسلیک له مخې، شرکتونه اړ دي چې په یوه میاشت کې د خپلې ګټې اخیستنې پلان وزارت ته وسپاري څو دغه وزارت د ګټې اخیستنې د پلان له منظورۍ وروسته شرکتونو ته د کانونو د ایستنې اجازه ورکړي.
نهان وویل، په دغه تړون کې رویالیټي د هغه د استخراج د ډول او پروسس پر اساس ټاکل شوې ده.
د نوموړې په خبره، هغه شرکتونو ته چې د مرمر ډبرې استخراج او په خام ډول یې بازار ته وړاندې کوي، ۷.۵ سلنه رویالیټي، هغو شرکتونو ته چې د مرمر ډبرې استخراج او په نیمه پروسس ډول یې بازار ته وړاندې کوي، پنځه سلنه رویالېټي او هغو شرکتونو ته چې مرمر ډبرې استخراج او تر بشپړ پروسس وروسته یې په بازار کې پلوري، ۲.۵ سلنه رویالېټي په پام کې نیول شوې ده.
هغې روښانه کړه: ((موږ تاسو ته د استخراجي صنایعو په سکتور کې د پانګونې فرصت رامنځته کړی دی، د معدنکارۍ پنځه لویې پروژې د اعلانېدو په حال کې دي، درې یې وروستۍ شوې او دوې نورې په ډېر ژر وروستۍ شي او یواځې په دوو پروژو کې چې د سمنټو اړوند دي، شاوخوا ۳۵۰ میلیون ډالر پانګونه شوې ده.))
نهان زیاته کړه، د معدنکارۍ پنځه نورې سترې پروژې د انتظار په حال کې دي او ډېر ژر به داوطلبۍ ته وړاندې شي.
هغې دغه راز وویل، ډېر ژر به د ننګرهار، میدان وردګو او غزني ولایت کې د مرمر او تالک ډبرو په کانونو پانګونه وشي.
د عقاب سنګ اسیا صنعتي فابریکې او د هرات د مرمر ډبرو د ټولنې رییس وحید ملک زاده وویل، په هرات ولایت کې د مرمر ډبرو شاوخوا ۴۲ فابریکې موجودې دي چې له څه مودې راهیسې یې د ځینو ستونزو له امله فعالیت درېدلی دی.
نوموړي زیاته کړه، د قراردادونو له تازه لاسلیک وروسته به دوی بیا خپل فعالیت پیل کړي.
هغه زیاته کړه، په مخکنیو تړونونو کې د رویالیټۍ مسئله عمده ستونزه وه چې په تازه تړونونو کې حل شوې ده.
نوموړې وویل، دغه وزارت ۲۰۱۹ کال د استخراجي صنایعو پر سکتور د پانګونې کال نومولی او تر اوسه د لسو پروژو لومړني کارونه وروستي شوي او ډېر ژر به داوطلبۍ ته وړاندې شي.
د ده په وينا، د اقتصاد او کابینې عالي شورا استخراج ته د ۳۸ کانونو سپارل تایید کړي او وړاندیزونه او پروپوزلونه (غوښتنې) یې هم د دغه کانونو پانګوالو ته رسېدلې دي.
غړيYou need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.










