منځپانګې ته تلل
شنبه ۳۱ اکتوبر ۲۰۲۶ · کابل ۸:۴۲ غ.م
۱۲° — په ټولو ولایتونو کې هوا
ورېځ · ↑۱۸° ↓۷°
د هوا کیفیت: منځنی
غړي

“ننګرهار کې به د ټاکنو په ورځ د رايې ورکولو ۶۱ مرکزونه غیر فعال وي”

· ۳ دقیقې لوستل · ۱۰۶ کتنې

جلال اباد (پژواک، ۲۲ زمرى ۹۸): ننګرهار کې د ټاکنو د ولايتي کمېسيون مشر وايي، په دغه ولايت کې به د راتلونکو ولسمشريزو ټاکنو پر مهال له ۴۵۷ ټاکنيزو مرکزونو  څخه  ۳۹۶  پرانيستي وي  او پاتې ۶۱ به يې تړلي وي.

دی اټکل کوي چې په راتلونکو ولسمشريزو ټاکنو کې به د دغه ولايت شاوخوا نهه سوه زره اوسېدونکي خپله رايه استعمال کړي چې په پلازمېنې کابل پسې د رايې ورکوونکو تر ټولو لوړه کچه ده.

د ټاکنو د ولايتي کمېسيون مشر ذبيح الله وګړي دا څرګندونې له پژواک اژانس سره په ځانګړې مرکه کې وکړې او ډاډ يې ورکړ چې په دغه ولايت کې د ټاکنو ترسره کېدو ته بشپړ چمتووالی نيول شوی دی.

هغه وايي، امنيتي مسوولينو ورته ډاډ ورکړی چې د ټاکنو په ورځ به د رايې ورکوونکو او مرکزونو پوره امنيت ساتي او د هر راز ترورستي فعاليت مخه به نيسي.

خو نوموړي اندېښنه څرګنده کړه چې د ټاکنو په ورځ به په دغه ولايت کې ۶۱ د رايې ورکولو مرکزونه د امنيتي اندېښنو له وجې تړلي پاتې شي.

ده زياته کړه: ((موږ په ننګرهار کې ۴۵۷ ټاکنيز مرکزونه لرو؛ خو امنيتي مسوولينو موږ ته   له دې جملې څخه د  ۳۹۶  مرکزونو ډاډ راکړی چې پاتې نور به يې د ټاکنو په ورځ تړلي وي.))

د هغه د معلوماتو له مخې، د دغو مرکزونو زيات شمېر يې په حصارک او شېرزادو ولسواليو کې دي خو پر دې سربېره به نازيانو، اچين، سره رود او خوږياڼو کې هم ځينې مرکزونه تړلي وي.

د ذبيح الله وګړي په وينا، د ټاکنو کمېسيون د تازه اصولو له مخې دغه ځل په هغو مرکزونو کې رايه ورکونه کېږي چې نومليکنه په کې شوې وي چې دغو ۶۱ مرکزونو کې نومليکنه نه ده شوې نو که د ټاکنو په وخت يې امنيت تامين هم وي، رايه ورکونه به په کې ترسره نه شي.

هغه وويل، د ټاکنو لپاره د نوم ثبتونې په تېره پروسه کې ټولټال ۸ لکه، ۱۸ زره او ۵۵۵ کسانو ځانونه ثبت کړي وو چې له ډلې يې ۲ لکه، ۶۶ زره او ۱۹۸ مېرمنې وې؛ خو وايي، د ولسمشريزو ټاکنو په موخه د تقويتي نوم ليکنې په پروسه کې دا شمېرې تر نهو لکو رسېدلې دي.

هغه وايي، تازه ولسمشرۍ ټاکنو ته د نومليکنې په پروسه کې  درويشت زره اووه سوه ديارلس کسانو نوې نوم ليکنه کړې چې دا له مرکز کابله وروسته په زيات شمېر کې نومليکنه ده.

نوموړي وويل، امنيتي مسوولينو ډاډ ورکړی چې د ټاکنو د حساسو موادو په انتقال کې به ورسره مرسته کوي او امنيت به يې تامينوي.

هغه وايي، د ټاکنو حساس مواد چې په هغو کې رايې پاڼې، د بايومټريک وسايل، د رايې ورکولو صندوقونه او ځينې نور شامل دي، تر ټاکنو څو ساعته وړاندې ټولو مرکزونو ته لېږدول کېږي.

د ۱۳۹۸ کال د ولسمشرۍ ټاکنې چې ټاکل شوې د تلې په ۶مه ترسره شي، ۱۸ کسانو ورته ځانونه کانديد کړي دي.

غړي

You need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.

اړوند خبرونه

ټول دولت او سياست