منځپانګې ته تلل
شنبه ۱۴ نومبر ۲۰۲۶ · کابل ۱:۳۲ غ.و
۱۳° — په ټولو ولایتونو کې هوا
صاف · ↑۱۳° ↓۰°
د هوا کیفیت: منځنی
غړي

په کابل ښار کې د قزاقي اوړو او تېلو بیې لوړې شوې دي

· ۳ دقیقې لوستل · ۷۸ کتنې

کابل (پژواک، ٢ وږی ٩٨): نن په کابل ښار کې د تېرې شنبې په پرتله د قزاقي اوړو او تېلو بیې لوړې شوې خو د نورو توکو بیو بدلون نه دی کړی.

دغه راز د کابل ښار د وزیر اباد د تېلو ټانک یوه کارکوونکي عبدالهادي وویل، نن د تېرې شنبې په پرتله د یوه لېتر پټرولو بیه له۵۰  څخه ۵۱ او د یوه لېتر ډېزلو بیه له ۴۷ څخه ۴۸ افغانیو ته لوړه شوې ده.

د ده په خبره، په نړیوالو بازارونو کې د تېلو د بیو له لوړېدو وروسته په کابل ښار کې هم د تېلو بیې لوړې شوې دي.

خو د ګاز په بیه کې تغییر نه دی راغلی.

د کابل ښار د تایمني څلورم سړک یوه ګاز پلورونکی محمد اکرام وویل، نن د تېرې شنبې په څېر یو کیلو مایع ګاز په ۵۰ افغانۍ پلوري.

د قزاقي اوړو بیه لوړه شوې ده.

د کابل ښار د منډوي یوه عمده پلورونکي محمد صمیم وویل، نن د تېرې شنبې په پرتله په عمده ډول د ۴۹ کیلوګرامه قزاقي اوړو بیه له ۱۴۸۰ څخه ۱۵۲۰ افغانیو ته لوړه شوې ده.

هغه زیاته کړه، د اوړو بیه په قزاقستان کې هم لوړه شوې ده.

خو هغه وویل، نن د تېرو اوو ورځو په څېر په عمده ډول د ۴۹ کیلوګرامه پاکستانۍ بورې بیه ۱۹۵۰ افغانۍ، د ۱۶ لېتره خورشید غوړیو بیه ۱۱۰۰ افغانۍ، د ۲۴ کیلوګرامه لومړۍ سېله پاکستانۍ وریجو بیه ۲۲۰۰ افغانۍ، یو کیلو شین اندونېزیايي چای په ۳۰۰ افغانۍ او یو کیلو تور افریقايي چای په ۳۲۰ افغانۍ پلورل کېږي.

د یو شمېر توکو پرچون او عمده بیې په ځينو مواردو کې لږ خو په ځینو مواردو کې ډېر توپیر لري.

د احمد مصطفی په نوم د تایمني د ۱۳ سړک د خوراکي توکو یوه پلورونکي وویل، نن د ۵۰ کیلوګرامه قزاقي اوړو پرچون بیه ١٥۸۰ افغانۍ، د ۴۹ کیلوګرامه پاکستانۍ بورې بیه ٢٠٠٠ افغانۍ، د ۲۴ کیلوګرامه لومړۍ سېله پاکستانۍ وریجو بیه ٢٥٠٠ افغانۍ، د ۱۶ لېتره خورشید غوړیو بیه ١١٥٠ افغانۍ، د یوه کیلو شنه اندونیزیايي چای بیه ٣٢٠ افغانۍ او یو کیلو تور افریقايي چای په ٣٦٠ افغانۍ پلورل کېږي.

د سرور زرو بیو هم تغییر نه دی کړی.

د کابل ښار د تېمورشاهي واټ یوه زرګر حاجي فواد احمد صالح زاده وویل، نن د تېرې شنبې په څېر یو ګرام ۵۸۵ عیار روسي سره زر په ۲۵۰۰ افغانۍ او یو ګرام ۷۵۰ عیار عربي سره زر په ۲۹۵۰ افغانۍ پلورل کېږي.

د کابل د شهزاده سرای د صداقت صرافۍ مالک حاجي میر حسن وویل، نن یو امریکايي ډالر په  ٧٨.٧٥ افغانۍ پېرل کېږي او او زر پاکستانۍ کلدارې په ٤٩٩ افغانۍ بدلېږي.

د زمري په ۱۹ مه د یوه امریکايي ډالر ارزښت ٧٨.٧٠ افغانۍ و او زر پاکستانۍ کلدارې په ۴۹۷ افغانۍ بدلېدلې.

غړي

You need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.

اړوند خبرونه

ټول سوداګري او اقتصاد