مزارشريف (پژواک، ۶ وږی ۹۸): د افغانستان د روڼتيا څار سازمان وايي چې د ښې حکومتولۍ رامنځته کول او له فساد سره مبارزه د پایدارې سولې له ټينګښت سره مرسته کولای شي.
د ياد سازمان اجرايوي رييس سيد اکرام افضلي د وږي په ۶مه په مزارشريف کې د پرانيستې حکومتولۍ د دويم ملي عمل پروګرام مشورتي ورکشاپ کې خبريالانو ته وويل چې د سولې روانې پروسې هغه پايلې به د منلو وړ وي چې د خلکو غوښتنو ته په کې انعکاس ورکړل شوی وي.
افضلي زياته کړه، د سولې مذاکراتو په روانه لړۍ کې بايد د ښې حکومتولۍ رامنځته کول او له فساد سره مبارزه د طرفينو لپاره لومړيتوب ولري.
د هغه په خبره، افغانان تمه لري يوه داسې نظام ته لاسرسی پيدا کړي چې په کې د خلکو غږ واورېدل شي.
نوموړی زياتوي چې په افغانستان به هغه نظام هېڅکله تلپاتې نه وي چې د خلکو غږ او مشارکت د جدي اصل په توګه ونه پېژني.
د افضلي په وينا، هغه دولت او نظام به کامياب وي چې خلکو ته ځواب او حساب ورکول خپل اصل وګڼي.
د روڼتيا د څار سازمان اجرائيوي رييس همدا راز د ښې حکومتولۍ په رامنځته کېدو او له فساد سره د مبارزې برخه کې د اوسني حکومت ژمنې ګټورې وبللې او هيله يې وکړه چې په دې برخه کې د جدي ګامونو پورته کولو وخت دی.
د هغه په خبره، ياد سازمان هڅه کوي چې له فساد سره مبارزه پر يوې ملي پروسې بدله شي او د هغو خلکو غږونه هم واورېدل شي چې ظلم او بې عدالتي ورسره شوې ده.
نوموړی همدا راز وايي چې حکومت بايد د خلکو غوښتنو مطابق له فساد سره د مبارزې پلان جوړ کړي او د عملي کېدو برخه دې يې هم د خلکو په مرسته ګامونه پورته کړي.
په ورته وخت کې د بلخ د ولايتي شورا رييس هم وايي چې د سولې روانه پروسه بايد په افغانستان کې د شته نظام له پياوړي کېدو سره مرسته وکړي.
هغه پژواک ته وويل چې د سولې په نوم روانه پروسه کې بايد د افغانستان ملي ارزښتونه، لاسته راوړنې او اساسي قانون وساتل شي.
د حديد په خبره، روان جنګ پر افغانانو تپل شوی او ګټې يې بهرنيو کړيو ته ور ګرځي.
نوموړي زياته کړه: ((د جګړې په دواړو خواوو کې افغانان وژل کېږي، لا هم يو شمېر بهرني هېوادونه هڅه کوي چې جګړه توده وساتل شي او افغانان له خپلو لاسونو ټوپک ونه غورځوي.))
د هغه په وينا، وخت را رسېدلی چې د سولې روانه پروسه مثبته پايله ورکړي، داسې چې ټولو افغانانو ته د منلو وړ وي.
د مزارشريف اوسېدونکی احمد خالد هم وايي چې د سولې مذاکراتو ته يې هيله مندي پيدا شوې ده.
هغه پژواک ته وويل چې له تېرو څلورو لسيزو راپه دېخوا په افغانستان کې روانې جګړې له هر کوره قرباني اخيستې او افغانان نور نه غواړي چې روان جنګ دوام وکړي.
نوموړی زياتوي چې د سولې په روانو مذاکراتو کې دې يواځې د طالبانو غوښتنې نه منل کېږي، بلکې د افغان ولسونو غږ دې هم واورېدل شي.
د احمد خالد په وينا، هېڅ افغان دا نه غواړي چې د تېرو اتلسو کلونو ټولې لاسته راوړنې دې پر اوبو لاهو شي او هر څه دې له سره بيا پيل شي.
نوموړی زياتوي چې د جګړې ټول اړخونه بايد د مذاکراتو پر مهال پر دې ټکي ډېر تمرکز وکړي چې په څه ډول افغانان له روانو ستونزو ژغورلای شي.
غړيYou need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.










