جلال اباد (پژواک، ۶ وږی ۹۸): د ننګرهار سوداګر وايي، لا هم په دغه ولایت کې ناامنۍ د پانګونې پر وړاندې خنډونه جوړ کړي او له امله یې سوداګر زړه نه ښه کوي چې خپلې سرمایې بندې کړي.
دوی وايي، کله چې سوداګر ډېره پانګونه کوي، په هماغه اندازه کورني توليدات زياتېږي او خلکو ته د کار زمينه برابرېږي خو دغه سوداګر به تر ډېره د غلو، وسله والو، زورواکو او نورو تر فشارونو لاندې وي.
د سوداګرو په وينا، همدا لامل دی چې په ننګرهار کې زياتره خلک پانګه اچونه نه کوي او يا هم خپلې پانګې ساتي.
دوی دا څرګندونې د وږي په ۶مه په جلال اباد ښار کې د سوداګرۍ خونې د مديره پلاوي لپاره د ټاکنو پر مهال وکړې.
په دې ټاکنو کې ۳۳ سوداګرو مديره پلاوي ته ځانونه کانديد کړي چې ۱۹ کسان به ترې بريالي کېږي او لومړی به دا کسان د سوداګرۍ او پانګونې د عمومي خونې لپاره په ټاکنو کې برخه اخلي او له هغه وروسته به ياد کسان دلته خپلمنځي ټاکنې کوي او رييس، مرستيالان او نور به ټاکي.
د افغانستان د سوداګرۍ خونې مرستيال خان جان الکوزي چې د دغو ټاکنو نظارت ته راغلی و، رسنيو ته وويل، لا هم د ننګرهار سوداګر پر يو شمېر نورو ستونزو سربېره د ناامنۍ له ستونزې هم کړېږي.
هغه زياته کړه، حکومت دې د کورنيو توليداتو د زياتوالي او دغه راز د کارموندنې په موخه ولايتونو کې د پانګوالو د امنيت خونديتوب لپاره ځانګړې پاليسي رامنځته کړي.
د ننګرهار د سوداګرو له ډلې نظام الدين تاج زاده پژواک ته وويل، سوداګر په ډاډه زړه نه شي کولی چې په دغه ولايت کې پانګونه وکړي؛ ځکه وايي، ناامني يې پر وړاندې لوی خنډ دی.
دغه راز يوه بل سوداګر او د ننګرهار د سوداګرۍ خونې پخواني رييس ګل مراد عرب هم ورته څرګندونې وکړې او ټينګار يې وکړ چې د کورنيو توليداتو زياتوالي او کارموندنې لپاره بايد د پانګوالو امنيت وساتل شي.
د ننګرهار د والي وياند عطاءالله خوږياڼی وايي د سوداګرو د ستونزو د حل لپاره د ولايت په کچه د اقتصاد شورا جوړه شوې چې د سوداګرو دا ډول ستونزې په کې تر بحث لاندې نيول کېږي.
هغه زياتوي، که سوداګر په دې برخه کې هره غوښتنه ولري، کولی شي په د اقتصادي شورا په غونډو کې يې مطرح کړي او د حل لپاره يې ورته د لارو چارو په اړه هم نظريات ورکړي.
غړيYou need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.










