منځپانګې ته تلل
یکشنبه ۸ نومبر ۲۰۲۶ · کابل ۸:۴۹ غ.م
۱۳° — په ټولو ولایتونو کې هوا
صاف · ↑۲۱° ↓۷°
د هوا کیفیت: ښه
غړي

سعودي د حرم شریف د کرین پېښه کې د مړه او ټپي افغان حاجیانو معاوضه ورکړه

· ۲ دقیقې لوستل · ۷۲ کتنې

کابل (پژواک، ۸ وږی ۹۸): سعودي عربستان د حرم شریف د کرین په پېښه کې د مړه او ټپي شويو افغان حاجیانو معاوضه ورکړه.

دغه پیښه د ۲۰۱۵ زیږدیز کال د حج مراسمو پرمهال رامنځته شوې وه، چې له امله یې  دافغانانو په ګډون سلګونو حاجیانو ته مرګ ژوبله اوښتې وه.

په سعودي عربستان کې د افغانستان سفارت له خوا د وږي په ۸ مه، پژواک خبري اژانس ته په یوه استول شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې د سفارت د مقام په هڅواو د سعودي عربستان د بهرنیو چارو له وزارت سره د پرله پسې اړیکو په پایله کې سعودي د یادې پېښې دافغان قربانیانو کورنیو ته معاوضه ورکړه.

سرچینې زیاته کړې، چې د افغانستان لوی سفیر او د ولسمشر ځانګړي استازي سید جلال کریم د سعودي عربستان په بهرنیو چارو وزارت کې د راستنېدونکو چارو ریاست عمومي ريیس ډاکتر محمد بن عبد الرحمن الشمري سره ولیدل او له هغه څخه يې ۲۳ تصدیق شوي چیکونه ترلاسه کړل.

په خبرپاڼه کې راغلي، چې په دغو چیکونو کې د هر شهيد شوي حاجي وارثانو لپاره د یو ميلیون ریالو او د هر ټپې شوي حاجي  لپاره د پنځه سوه زره ریالو چک

غړي

You need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.