منځپانګې ته تلل
شنبه ۱۴ نومبر ۲۰۲۶ · کابل ۱:۱۷ غ.و
۱۳° — په ټولو ولایتونو کې هوا
صاف · ↑۱۳° ↓۰°
د هوا کیفیت: منځنی
غړي

له تورخم لارې په تېرو ۲۴ ساعتونو کې زر لارۍ موټرو تګ راتګ کړی

· ۳ دقیقې لوستل · ۵۰ کتنې

جلال اباد (پژواک، ۱۳ وږی ۹۸): د ننګرهار ولايت چارواکي وايي، وروسته له هغه چې پر تورخم دروازه د ٢٤ ساعته تګ راتګ زمينه برابره شوه، شاوخوا زرو لاريو تګ راتګ کړی دی.

دوی وايي، د تېرو څلرويشت ساعتونو په جريان کې نږدې پنځه سوه لارۍ له دې غاړې او په همدغه شمېر کې له هغې غاړې راغلې دي.

په تېر کې پر دې لاره ۱۲ ساعته تګ راتګ کېده خو په ياده دروازه کې د افغانستان او پاکستان د مسوولينو د ګډې هوکړې له مخې ياده چاره ۲۴ ساعته شوه چې پر بار وړونکو موټرو سربېره اوس عام مسافر هم په دې موده کې تګ راتګ کولی شي.

تورخم دروازه چې تېره شپه د ۲۴ ساعتونو لپاره خلاص شوه، د ننګرهار چارواکي وايي، په تېرو ۲۴ ساعتونو کې د خلکو تګ راتګ زيات شوی دی.

د ننګرهار د والي وياند عطاءالله خوږياڼي د وږي په ۱۳مه پژواک اژانس ته وويل، په تېرو څلرويشت ساعتونو کې شاوخوا زر لاريو تګ راتګ کړی دی.

هغه زياته کړه: ((د تېرې ورځې له سهار شپږو بجو څخه تر نن سهار شپږو بجو پورې تورخم ښارګوټي کې نږدې پنځه سوه له دې غاړې او ۴۸۵ له کوزې پښتونخوا جلال اباد ته راغلې دي.))

دی وايي، تېره ورځ لومړۍ ورځ وه نو ځکه د موټرو شمېر کم دی؛ خو له دې وروسته ورته منظم سيستم برابرېږي او د موټرو شمېر به ورسره زياتېږي.

موټر چلوونکي وايي، پخوا به يې په ورځو ورځو تورخم کې دواړو خواوو ته انتظار کاوه چې پر دروازه د اوښتو نوبت ورشي خو دا چې دروازه څلرويشت ساعته شوه نو اوس هيلې شته چې ياد انتظار پای ته ورسېږي.

د ټېلر موټر چلوونکی انارګل چې تازه له تورخم دروازې دېخوا را اوښتی و، په سيمه کې د پژواک خبريال ته وويل چې لومړی ځل دی چې ژر نوبت ور ورسېد.

عام خلک هم خوښ دي چې له دې وروسته به د ناوخته راتګ په صورت کې په تورخم کې شپې کولو ته نه اړ کېږي.

بلال د درملنې په موخه د کوزې پښتونخوا پېښور ښار ته تللی و؛ هغه پژواک ته وويل، له دې مخکې چې د شپې له اتو بجو ناوخته څوک راتلل نو شپه به يې د تورخم هغې غاړې کوله او يا به که څوک له دېخوا هم ناوخته را رسېده نو شپه به يې همدلته راتله خو دا چې دروازه څلرويشت ساعته شوې، نو اوس به دا ستونزه حل شي.

دی زياتوي: ((مخکې چې به راغلو نو خلک به له شپې هم پاتې و، سخت رش به و، نن شکر بېروبار نه و، ژر راتېر شوو.))

کلونه وړاندې هم په تورخم تګ راتګ څلرويشت ساعته و، خو په سيمه کې د پاکستاني او افغان ځواکونو تر يوې نښتې وروسته ياده چاره لومړی په ټپه ودرېده او بيا وروسته يوازې د ورځې د تګ راتګ زمينه برابره شوه.

غړي

You need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.

اړوند خبرونه

ټول سوداګري او اقتصاد