منځپانګې ته تلل
شنبه ۱۴ نومبر ۲۰۲۶ · کابل ۱:۲۰ غ.و
۱۳° — په ټولو ولایتونو کې هوا
صاف · ↑۱۳° ↓۰°
د هوا کیفیت: منځنی
غړي

د نورستان جلغوزيو ته د پروسس او بهر ته د لېږد زمينه برابرېږي

· ۳ دقیقې لوستل · ۹۶ کتنې

جلال اباد (پژواک، ٢١ وږی ۹۸): د نورستان ولايت چارواکي وايي، دغه ولايت کې  هر کال د جلغوزيو ځنګلونه ۱۵۰۰ ټُنه حاصلات ورکوي چې اوس يې تازه د حاصلاتو د پروسس او بهر ته د لېږد د زمينې برابرولو هڅې پيل کړې دي.

ځايي چارواکي وايي، د جلغوزيو ځنګلونه د دغه ولايت د مرکز پارون او واما، نورګرام او دواب ولسواليو کې موجود دي چې سلګونه کسان په کې په کار بوخت وي.

د نورستان والي حافظ عبدالقيوم د وږي په ٢١مه پژواک اژانس ته وويل، هڅې يې پيل کړي چې د دغه ولايت د جلغوزو حاصلاتو ته نړيوال مارکېټ پيدا کړي.

دی وايي، اوس په دې کار کوي چې په ياد ولايت کې د جلغوزيو د پروسس مرکز رامنځته او د حاصلاتو راټولونکو کاريګرو ته مسلکي روزنه ورکړي.

والي زياته کړه، دغه راز د جلغوزيو د ځنګلونو د پراختيا لپاره هم هڅې کوي چې ځنګلونه زيات او حاصلات يې لا ډېر شي.

د نوموړي د معلوماتو له مخې، د جلغوزيو ځنګلونه د دغه ولايت د مرکز پارون او واما، نورګرام او دواب ولسواليو کې موجود دي چې هڅه کېږي راتلونکې کې نورو ولسواليو ته يې هم وغځوي او شته ولسواليو کې هم پراختيا ورکړي.

دی وايي، نورستان کې هر کال نږدې ۱۵۰۰ ټنه جلغوزې حاصل ورکوي که په سمه توګه ترې استفاده وشي د هېواد او په ځانګړې توګه د ختيځو ولايتونو اقتصادي وضعيت به پياوړی کړي.

بلخوا د نورستان د کرنې او مالدارۍ رييس عبدالوهاب نسيمي پژواک ته وويل، د ولسمشر په ځانګړې لارښوونه کرنې او مالدارۍ وزارت د نورستان د جلغوزيو او چهارمغزو باغونو او ځنګلونو د ساتنې او پراختيا لپاره ځانګړې طرحه د راتلونکو نهو کلونو لپاره جوړه کړې.

هغه وايي، د دغې طرحې د عملي کولو لپاره ۴۰۷ اعشاريه ۹۵ ميليونه افغانۍ بوديجه ټاکل شوې چې د اقتصاد عالي شورا تر تاييد وروسته به يې را راوانه اوونۍ عملي کار پيل شي.

ده وويل ، په دې اړه به نور جزئيات د عملي چارو د پيل پرمهال له رسنيو سره شريک کړي.

د نورستان اوسېدونکي هم وايي چې که په دغه ولايت کې د جلغوزيو په برخه کې پانګونه وشي، ځنګلونه يې پراخ او د پروسس زمينه ورته برابره شي؛ نو ډېرو نورستانيانو ته به د کار زمينه برابره کړي.

يوه ځايي قومي مشر عبدالرحمن سبحاني پژواک ته وويل، که په نورستان کې د نښترو او جلغوزيو د ځنګلونو پالنه او ساتنه وشي نو ډېر خلک به په کار بوخت کړي.

دی وايي، که څه هم اوس خلک په غير مسلکي توګه دغه چاره مخته وړي؛ خو که په فني شکل کاريګر وروزل شي او پروسس عصري بڼه خپله کړي؛ نو هم به يې عوايد لوړ شي او هم به نورو ډېرو کسانو ته د کار زمينه برابره شي.

د کرنې وزارت د معلوماتو له مخې، هر کال د افغانستان جلغوزي ۲۳زره مټريک ټنه حاصلات ورکوي.

دا په داسې حال کې ده، چې تېره اوونۍ د نورستان په مرکز پارون ښار کې د جلغوزو په اړه يو کنفرانس هم جوړ شوى و، چې په کې د يو شمېر وزارتونو مرستيالانو، د جلغوزيو د سوداګرو د اتحاديې مشرانو او نورو کسانو برخه اخيستې وه.

غړي

You need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.

اړوند خبرونه

ټول سوداګري او اقتصاد