ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

ناټو: د افغانانو د اړتيا تر مهاله په افغانستان کې پاتې کېږو

ناټو: د افغانانو د اړتيا تر مهاله په افغانستان کې پاتې کېږو

author avatar
16 Sep 2019 - 17:36
ناټو: د افغانانو د اړتيا تر مهاله په افغانستان کې پاتې کېږو
author avatar
16 Sep 2019 - 17:36

مزارشريف ( پژواک، ۲۵وږی ۹۸) : په افغانستان کې د ناټو سازمان ملکي استازی نيکولاس کي د ولسمشرۍ ټاکنو پر کانديدانو او سياسي ګوندونو غږ وکړ چې د ټاکنو ټول اصول مراعات کړي.

نوموړی، چې د وږي په ۲۵مه مزارشريف ښار ته تللی و همدا راز يې هيله څرګنده کړې چې ډېر ژر به بين الافغاني مذاکرات پيل شي.

هغه مزارشريف کې خبريالانو ته وويل، بلخ ولايت ته يې د سفر موخه دا ده څو وښيي چې دغه سازمان لا هم د پخوا په څېر له افغان ځواکونو سره خپلو مرستو ته دوام ورکوي.

هغه زياته کړه چې د ناټو غړي هېوادونه به تر هغه په افغانستان کې پاتې شي چې افغانان ورته اړتيا ولري.

د نوموړي په وينا، بهرني ځواکونه به له افغان ځواکونو سره يو ځای د راتلونکو ولسمشريزو ټاکنو امنيت خوندي کړي.

د ناټو ملکي استازي وويل: (( موږ به تر هغه په افغانستان کې پاتې شو، چې مطمين شو دغه هېواد بيا د ترهګرو په ځاله نه بدلېږي.))

نيکولاس کي زياته کړه چې د افغانستان معضله به بالاخره د سولې او سياسي تفاهم له لارې حل شي.

نوموړي دا هم وويل،طالبانو سره د سولې مذاکراتو ځنډېډل لنډ مهاله دي او هيله يې څرګنده کړه چې ډېر ژر به بين الافغاني مذاکرات پيل شي.

د هغه په وينا، ناټو ځواکونه به افغان امنيتي ځواکونو سره مرسته وکړي چې تجهيز شي، وروزل شي او په دې ډول د سولې لپاره شرايط برابر شي.

دغه بهرنی ډيپلوماټ همدا راز وايي چې نړيواله ټولنه او ناټو سازمان په افغانستان کې له رڼو او عادلانه ټاکنو څخه ملاتړ کوي.

د هغه په خبره، افغانان نه غواړي چې د ټاکنو پروسه کې د درغلۍ تېرې ترخې تجربې بيا تکرار شي.

نوموړي هيله مندي ښکاره کړه چې د ټاکنو کمېسيون د رهبرى نوی والی، بايومټريک سيستم او همدا راز په ټاکنو او شکاياتو ته د رسېدو کمېسيونونو کې د بهرنيو کمېشنرانو شتون به مرسته وکړي چې انتخابات په شفاف ډول ترسره شي.

login or register a new account.

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.