منځپانګې ته تلل
شنبه ۱۴ نومبر ۲۰۲۶ · کابل ۱:۱۸ غ.و
۱۳° — په ټولو ولایتونو کې هوا
صاف · ↑۱۳° ↓۰°
د هوا کیفیت: منځنی
غړي

تورخم دروازه د ٢٤ ساعته فعالیت لپاره رسماً پرانیستل شوه

· ۳ دقیقې لوستل · ۱۱۵ کتنې

جلال اباد (پژواک، ۲۷ وږی ۹۸): د افغان او پاکستاني چارواکو له لوري د تورخم دروازه د ترانسپورټ پر وړاندې د څلرويشت ساعته فعاليت لپاره پرانيستل شوه.

په همدې موخه د وږي په ۲۷مه د ننګرهار د مومنددرې ولسوالۍ اړوند تورخم ښارګوټي کې نیول شوو مراسمو ته د پاکستان لومړی وزير عمران خان او د افغانستان د ترانسپورټ وزير يما ياري، د ننګرهار والي او نور چارواکي ورغلي وو.

که څه هم افغان خبريالان د يادې موضوع د خبري پوښښ لپاره سيمې ته تللي وو، خو پاکستاني ځواکونو افغان خبريالانو ته له کرښې د اوښتو اجازه ورنه کړه.

د افغانستان د ترانسپورټ وزير يما ياري وويل، ياده دروازه د سوداګرۍ د پرمختګ لپاره د ترانسپورټ پر مخ د څلرويشت ساعته فعاليت لپاره پرانيستل شوه.

هغه زياته کړه، پخوا دغه دروازه يوازې د ورځې له خوا د خلکو اوت ترانسپورټ پرمخ پرانيستې وه چې هم سوداګري ټکنۍ شوې وه او هم خلکو ته په تګ راتګ کې ستونزه وه.

نوموړی وايي، په لويه جرګه کې د خلکو غوښتنه دا هم وه چې ياده دروازه بايد څلرويشت ساعته شي چې ولسمشر پاکستان ته د خپل وروستي سفر پر مهال ياده ستونزه له پاکستاني چارواکو سره شريکه کړه او هغوی ورته ډاډ ورکړی و او نن يې رسماً پرانيسته وشوه.

د وزير په وينا، د پاکستان له لومړي وزير عمران خان سره يې د مسافرو ستونزه هم شريکه کړه چې هغوی ته هم بايد د څلرويشت ساعته تګ راتګ اجازه ورکړل شي چې د نوموړي له لوري هیله مندي ورکړل شوې ده.

هغه زياته کړه: ((موږ د ناروغانو او پايوازانو لپاره د اسانتياوو رامنځته کولړ او ويزو خبره د پاکستان له لومړي وزير سره شريکه کړه، هغه ډاډ راکړ چې خپلو مربوطه ادارو ته به د يادې ستونزې د حل لپاره لارښوونه وکړي.))

د ټرانسپورټ وزير هيله مند دی چې د دې لارې په څلرويشت ساعته فعاليت سره به د سوداګرۍ په کچه کې زياتوالی راشي.

دی وايي، له پاکستاني لوري سره يې په خوست کې د غلام خان او په کندهار کې د سپين بولدک بندرونو د څلرويشت ساعته فعاليت د پيل په اړه هم مشورې پيل کړې او تمه شته چې يادې لارې هم څلرويشت ساعته شي.

بلخوا د پاکستان ملي راډيو خبر ورکړى چې عمران خان د تورخم دروازې ترڅنګ هلته د (افغانستان پاکستان دوستۍ) په نامه د يوه عصري روغتون پرانيسته هم وکړه.

عمران خان ويلي چې په دغه روغتون کې به هغو افغانانو ته د درملنې زمينه برابرېږي چې له تورخم څخه دېخوا ته د درملنې لپاره ورځي.

بلخوا د ننګرهار ولايتي شورا رييس احمد علي حضرت له دغه کار سره مخالفت شودلى دى، د هغه له خوا په يوه خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، ه تورخم کې د افغان_پاک پولې تر نامه لاندې د ټرانزیټ پرانېستې مراسم ملي خیانت دی.
هغه زياته کړې، د ټرانزیټ دا پرنېسته په کابل او یا اسلام اباد کې هم کېدلای شوه ؛نو ولې یې په تورخم کې دا مراسم ونیول؟ د تورخم دروازه غېر منل شوې دروازه ده او دا افغان حکومت له لوري هلته پلاوی لېږل په دې مانا دی چې دا رسمي کرښه ده.

حضرت ويلي، پاکستان د ‌‌‌‌‌‌ډیورن‌‌‌‌‌‌ډ فرضي کرښې په اړه مکار سیاست لري، تل یې غولوونکي او داسې حرکتونه کړي چې غواړي نړېوالو ده داسې وښايي چې ګوندې ‌‌‌‌‌‌ډیورن‌‌‌‌‌‌ډ رسمي سرحد دی.

غړي

You need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.

اړوند خبرونه

ټول سوداګري او اقتصاد