ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

ديني عالمان: په ټاکنو کې ګډون کول اړين دي

ديني عالمان: په ټاکنو کې ګډون کول اړين دي

author avatar
18 Sep 2019 - 16:26
ديني عالمان: په ټاکنو کې ګډون کول اړين دي
author avatar
18 Sep 2019 - 16:26

ګرديز (پژواک، ٢٧ وږى ٩٨): د پکتيا يو شمېر ديني عالمان وايي چې په ټاکنو کې د خلکو ګډون او سالم انتخاب نه يوازې د ټولنې د هر غړي حق دی، بلکې مسووليت او مکلفيت هم دی.

دوی دا خبرې د ټاکنو کمېسيون د سيمه ييز دفتر له خوا د ټاکنو په اړه له ديني عالمانو سره په يوه غونډه کې وکړې.

په دې غونډه کې د پکتيا د عالمانو شورا مشر قاري خواجه الدين حقبيان نيوکه وکړه چې په هره موضوع کې ديني عالمانو ته يواځې مسووليت ورکول کېږي، خو صلاحيت بيا هېڅ نه ورکول کېږي.

هغه په دې اړه نور جزئيات وړاندې نه کړل خو حقبيان رايه يو امانت وباله او د هېواد شته حالت ته په کتو يې اهل ته پر ورکولو ټينګار وکړ.

نوموړي زياته کړه: ((الله تعالی امر کوي چې تاسې امانت هغه چا ته وسپارئ چې هغه يې اهل وي. اهل يې په دې معنا چې څوک يې د ملک نظام شرعي کولی شي، سوله او امن راوستلی شي.))

قاري خواجه الدين حقبيان د ټاکنو مخالفت بهرنۍ پديده بولي چې په خبره يې د افغانستان د سولې او ثبات مخالف ګاونډي هېوادونه او ډلې په يوه او بل نوم له بېلابېلو لارو د ټاکنو مخالفت کوي او خلک په کې له ګډون څخه وېروي.

دغه راز بل ديني عالم مولوي عرب ګل حسين په هغو کسانو نيوکه وکړه چې په دې نوم په ټاکنو کې له ګډون څخه ډډه کوي چې په خبره يې سياست سالم نه دی او ټينګار کوي چې د ګډې ښې راتلونکې لپاره بايد په مسووليت په ټاکنو کې برخه واخلي.

حسين وويل: ((ځيني دا وايي چې دين لمونځ، روژه، زکات او حج دي او بس دې کې زموږ او تاسې کاميابي ده، خو دا غلط فهمي ده. ډېر شيان دي چې زموږ او تاسې په ټولنه کې شته او ضرور دي، لکه انتخابات، که يو څوک ګوري چې انتخابات را روان دي او دی وايي چې اوس خو سياست ګنده شوی او زه يې رايه نه ورکوم، رايه نه ورکول ناجايز عمل دی.))

يو شمېر نورو ديني عالمانو هم ورته څرګندونې وکړې او له خلکو يې غوښتنه وکړه چې په ټاکنو کې ګډون وکړي.

په پای کې د پکتيا د ټاکنو کمېسيون مشر نقيب الله حيدري په ټاکنو او نورو مسايلو کې د ديني عالمانو ونډه اړينه او ګټوره وبلله او ويې ويل، هڅه کوي څو په دې ملي پروسه کې ډېر خلک ونډه واخلي.

حيدري وايي: ((ديني علماوو د ټاکنو پر اهميت، مشروعيت او حيثيت مفصلې خبرې وکړې، په ايت او حديث يې ثابته کړه چې لازمه ده چې ټول خلک په ټاکنو کې برخه واخلي او د خپل زعيم په ټاکلو کې کوټلي ګامونه پورته کړي؛ نو بناً په دې کې شک نشته چې د علماوو رول ډېر قوي او بارز دی.))

ټاکل شوې ده چې د راتلونکې مياشت په شپږمه نېټه په ټول هېواد کې د ولسمشر د ټاکلو لپاره ټاکنې ترسره کېږي.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.