جلال اباد (پژواک، ۲ تله ۹۸): د ننګرهار مرکز جلال اباد ښار کې له تېرو څو ورځو راهيسې د کمپايني غونډو لپاره د ښار ډېره برخه تړلې وي چې له امله يې خلک له ګڼو ستونزو سره مخ شوي دي.
زده کوونکي او محصلين پر وخت درسونو ته نه رسېږي، مامورين د ناوخته کېدو له امله غير حاضرېږي، هټۍ وال د هټيو بندېدو له امله اقتصادي زيان ګوري او سپين ږيري، مېرمنې او ناروغان په ساعتونو پلی مزل کوي.
د تېرې جمعې په ورځ جلال اباد ښار د ولسمشر اشرف غني، د يکشنبې په ورځ د اجرائيه رييس ډاکتر عبدالله، دوشنبې په ورځ د حزب اسلامي د مشر ګلبدين حکمتيار او نن په ختيځ کې د وکيلانو له لوري د دولت ساز ټېم په ملاتړ لويې کمپايني غونډې شوې دي.
دغو غونډو ته د جلال اباد ښار نيمايي برخې تړلې وې او خلک نه يوازې دا چې تګ راتګ ته نه پرېښودل کېدل، بلکې کارونه هم په ټپه درېدلي وو.
د ننګرهار د اصنافو اتحاديې مشر عزيزالرحمن عرب د تلې په ٢مه پژواک خبري اژانس ته وويل په دغو ورځو کې دوکاندارانو سخت مالي زيان ليدلی دی.
هغه وايي، که څه هم دا ملي مسئله ده او بايد خلک قرباني ورکړي خو وايي، امنيتي ځواکونو کولای شول چې لږې ساحې يې تړلې وای او نور ښار خلاص وای.
د جلال اباد ښار د رخت پلورنې يوه سوداګر سبحان الله ملکزي پژواک ته وويل، هر دوکاندار او سوداګر د لارو تړل کېدو له امله زيانمن شوي دي.
هغه غوښتنه وکړه چې د لارو تړل کېدو پر ځای بايد د هغې ساحې امنيت ونیول شي چې غونډې په کې جوړېږي.
عام خلک هم د لارو تړل کېدو سخت ځپلي دي، څوک په سلګونه متره پلی مزل کوي او څوک کارونو ته پر وخت نه رسېږي.
د ننګرهار پوهنتون يو محصل خالد احمد وايي، زده کړو لپاره پوهنتون او د عملي کار لپاره روغتون ته ځي چې پلی تګ راتګ ورته ډېر ستونزمن شوی دی.
احمد شاکر د سره رود ولسوالۍ اوسېدونکی دی، نوموړی وايي، تېره ورځ هم ښار ته راغلی و؛ خو د لارو او بازار د بندښت له امله بېرته خپل خپل کور ته تللی دی.
هغه زياته کړه: ((نن بيا راغلم، ميرمن مې ناروغه ده، له دوسرکې پياده راغلي يو، ناروغه راسره ده؛ نو دا څنګه حکومت شو.))
د ننګرهار د بهسودو ولسوالۍ اوسېدونکی الله محمد هم وايي چې بهسودو له پله هره ورځ خلک پلي راځي چې د لارې د بندښت له امله سلګونه متره پلی مزل کوي.
د ننګرهار د والي وياند عطاءالله خوږياڼي پژواک ته وويل چې د لارو بندښت لويه موخه د خلکو د ژوند خونديتوب دی.
دی وايي، که لارې بندې وي، بيا هم خلاصېدلی شي، خو که کومه پېښه رامنځته شي او خلکو ته مرګ ژوبله واوړي، نو بيا ژوند نه شي ترلاسه کولی.
غړيYou need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.










