ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د ولسمشرۍ د سبا ورځې په ټاکنو کې ١٣ نوماندان له یو بل سره سیالي کوي

د ولسمشرۍ د سبا ورځې په ټاکنو کې ١٣ نوماندان له یو بل سره سیالي کوي

author avatar
27 Sep 2019 - 12:54
د ولسمشرۍ د سبا ورځې په ټاکنو کې ١٣ نوماندان له یو بل سره سیالي کوي
author avatar
27 Sep 2019 - 12:54

کابل (پژواک، ۵ تله ۹۸): ټاکل شوې د افغانستان د ولسمشرۍ ټاکنې چې ۱۴ کسانو ځانونه ورته کاندید کړي، سبا شنبې (د تلې ۶مه) په ټول هېواد کې ترسره شي.

د روان کال د تلې شپږمې ولسمشرۍ ټاکنو لپاره ۱۸ کسانو ځانونه کاندید کړي وو چې درې کسان د یوه کاندید په ګټه له خپلې نوماندۍ تېر شول او محمد حنیف اتمر هم خپلې ټاکنیزې مبارزې درولې دي.

د ولسمشرۍ ټاکنو د نوماندانو دوه میاشتنی کمپاین د روان کال د زمري په شپږمه پیل او د تېرې چهارشنبې شپه ۱۲ بجې پای ته ورسېد.

امنیتي مسوولینو او د ټاکنو کمېسیون اعلان وکړ چې ټاکنې به د امن په فضا کې ترسره شي.

د وسله والو ځواکونو لوی درستیز ډګر جنرال بسم الله وزیري خلکو ته د ټاکنو په ورځ د کلکو امنیتي تدابیرو له نیولو خبر ورکړ او له هغوی یې وغوښتل چې له کومې وېرې پرته د رایې اچونې مرکزونو ته ورشي او خپل برخلیک دې وټاکي.

جنرال وزیري دغه راز له طالبانو وغوښتل چې هغوی باید خلک له خپلو اساسي حقونو محروم نه کړي.

د کورنیو چارو وزارت ارشد مرستیال خوشحال سادات خلکو ته ډاډ ورکړ چې د ولسمشرۍ په ټاکنو کې دې په ارام زړه ګډون وکړي؛ ځکه امنیتي ځواکونه ژمن دي چې په خپلې بشپړه بې طرفۍ سره د ولسمشرۍ ټاکنو امنیت ټینګ کړي.

د ټاکنو خپلواک کمېسیون د دارالانشا رییس عبدالرحمن ننګ نن په کابل کې یوې خبري ناستې ته له مخکې پر ټاکل شوي وخت د ولسمشرۍ ټاکنو ته له بشپړ چمتووالي خبر ورکړ او ویې ویل چې ټولې چارې د ټاکنو له مهالوېش سره سمې پر مخ ځي.

نوموړي، په داسې حال کې چې له هېوادوالو یې وغوښتل څو په ټاکنو کې په براخه کچه ګډون وکړي، د ټاکنو په ورځ یې د ټاکنو کمېسیون د کارکوونکو پر بې پرې توب ټینګار وکړ او زیاته یې کړه: ((د ټاکنو کمېسیون کارکوونکي د ټاکنو د بهیر له پیله بې طرفه وو او د ټاکنو په ورځ زموږ د کارکوونکو له خوا هېڅ ډول ناغېړي او تېروتنه موږ ته د منلو وړ نه ده.))

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.