ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

باران او سېلابونو په ننګرهار کې مالي زیانونه اړولي

باران او سېلابونو په ننګرهار کې مالي زیانونه اړولي

author avatar
5 Oct 2019 - 16:13
باران او سېلابونو په ننګرهار کې مالي زیانونه اړولي
author avatar
5 Oct 2019 - 16:13

جلال اباد (پژواک، ۱۳ تله ۹۸): د ننګرهار ولايت چارواکي وايي، د دغه ولايت مربوطاتو کې د بارانونو او سېلابونو له امله درې ماشومان ټپيان شوي، ۹ کورونه او ۲۰۰ جريبه ځمکه تخريب او دغه راز ګڼ څاروي هم اوبو وړي دي.

له تېرو دوو ورځو راهيسې د ننګرهار په بېلابېلو سيمو کې بارانونه پيل شوي چې له امله يې سېلابونه راوتلي دي.

د ننګرهار د والي وياند عطاءالله خوږياڼي د تلې په ۱۳مه پژواک اژانس ته وويل، د دغه ولایت په مرکز او ولسوالیو کې د تېرو ۴۸ ساعتونو پر مهال د ورښتونو او سېلابونو له امله درې ماشومان ټپیان شوي، ۹ د استوګنې کورونه تخریب شوي، ۲۶ څاروي سېلابونو وړي او شاوخوا دوه سوه جریبه ځمکه ویجاړه شوې ده.

د هغه د معلوماتو له مخې، په یادو طبیعي پېښو کې د جلال اباد ښار په اتمه ناحیه کې درې ماشومان ټپیان شوي، درې کورونه تخریب شوي، په شینوارو ولسوالۍ کې د پنځه سوه زره افغانیو په ارزښت د چرګانو یو فارم او په کامې ولسوالۍ کې ۲۶ څاروي سېلابونو وړي دي.

هغه همدا راز وويلو په کامې ولسوالۍ کې یونیم سل جریبه او په مومنددرې ولسوالۍ کې پنځوس جریبه کرنیزه ځمکه سېلابونو وړې او په کامې ولسوالۍ کې دوه او په مومنددرې ولسوالۍ کې څلور کورونه هم د بارانونو له امله تخریب شوي دي.

د خوږياڼي په وينا، د والي شاه محمود میاخېل په لارښوونه د پېښو پر وړاندې د چمتووالي کمېټې له لوري د پېښو له رامنځته کېدو سره سم مرسته او پاملرنه پیل شوه چې د اتمې ناحیې له زیانمنې کورنۍ سره د یادې ادارې له لوري د خوراکي او غیر خوراکي توکو مرسته وشوه او د ښاروالۍ له لوري د وسایطو په وسیله د سېلابونو د ګواښونو د مخنیوي په برخه کې اقدامات ترسره شول .

هغه وويل، دمګړۍ هم په ټولو زیانمنو سیمو کې څېړنې جریان لري او ټاکل شوې په شفاف ډول له اړمنو او زیانمنو کورنیو سره نورې اړینې مرستې ترسره شي.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.