کندهار (پژواک، ١٣ تله ۹۸): د کندهار صنعتګرې ښځې وايي، د ښځو ځانګړی سوداګریز مارکېټ دې د نړۍ له مارکېټونو سره ونښلول شي، څو تولیدات یې په کور دننه او بهر ښه بازار پیدا کړي.
شاوخوا دوه اوونۍ وړاندې په کندهار ښار کې د ښځو لپاره ځانګړی سوداګریز مارکېټ پرانیستل شو چې په خپله ښځو په کې پانګونه کړې ده.
د دغه مارکېټ ودانۍ د کندهار ښار په عینو مېنه کې د یو میلیون ډالرو په لګښت جوړه شوې او د شاوخوا ۲۵۰ زره امریکايي ډالرو په پانګونه ۳۷ بېلابېل دوکانونه په کې پرانیستل شوي چې ډېره برخه یې ښځینه لاسي صنایعو اړوند دي.
صنعتکارې ښځې وايي، د دې لپاره چې لاسي توکي او تولیدات یې ښه بازار ومومي، اړتیا ده چې دغه مارکېټ د نړۍ له مارکېټونو سره ونښلول شي.
زرمینه هغه مېرمن ده چې پخوا یې په کور کې لاسي توکي جوړول او بیا یې په بازار کې په دوکاندارانو پلورل.
هغې پژواک خبري اژانس ته وویل: ((د لاسي توکو، خامکي غاړو او ښځینه جامو پر جوړولو خواری او زحمت موږ ویسته خو ډېره ګټه دوکاندارانو ورباندې کوله او کله کله به یې راڅخه رانیول هم نه.))
دا زیاتوي، په زړه کې یې ډېره هیله لرله چې کاش خپل تولید شوي توکي خپله وپلوري، دا هیله یې اوس پوره شوې او د کندهار ښار په نوي ښځینه مارکېټ کې یې د خپلو لاسي توکو دوکان پرانیستی دی.
خو دا وايي، د ښځو د لاسي توکو او صنایعو د لا ښه بازار لپاره اړتیا ده چې دغه مارکېټ د نړۍ له مارکېټونو سره ونښلول شي.
د دې په خبره، د کندهار صنعتکارې مېرمنې دا وړتیا لري چې د بهرنیو مارکېتونو له اړتیا سره سم جامې او نور لاسي توکي چمتو کړي او هلته یې وپلوري.
دې وویل، دا د حکومت مسوولیت دی چې دغه کار وکړي ځکه په دې سره به صنعتکارې مېرمنې په کار بوختې شي، تولیدات به یې په کور دننه او بهر ښه بازار ولري او په پایله کې به یې کورنی اقتصاد وده وکړي.
د نسیمې په نوم یوه بله مېرمن هم وايي، کندهار کې دغه ښځینه ځانګړی مارکېټ داسې مهال پرانیستل کېږي چې د پخوا په پرتله يې د لاسي صنايعو بازار سوړ شوى او له همدې امله ګڼې هغه مېرمنې بې کاره شوي چې مخکې يې د لاسي صنايعو په برخه کې کار کاوه او په دې وسيله يې د خپلو کورنيو لپاره عايد تر لاسه کاوه.
د دې په خبره، د کندهاريو مېرمنو د لاسي صنايعو عمده برخه خامکي غاړې، ښځينه جامې او د کور د اړتيا وړ نور توکي دي چې د ستنې او تار په وسيله په ډېره ښکلې او ظريفه بڼه جوړېږي او ښه شهرت لري.
خو په دې وروستيو کې د دغو توکو بازار لوېدلى ښکاري چې له امله يې ډېرې ښځې بې کاره شوې دي.
دا زیاتوي، د دې لپاره د ښځو لاسي صنایع بیا ښه رونق ومومي، باید په کور دننه او بهر ښه بازار موندنه ورته وشي او نوی جوړ شوی مارکېټ ته پراختیا ورکړل شي.
د کندهار د ښځو چارو رییسې مېرمن رقیې اڅکزۍ پژواک خبري اژانس ته وویل، په نوي پرانیستل شوي سوداګريز مارکیټ کې د ښځو د لاسي توکو د تولید او پلور اسانتیاوې په پام کې نيول شوي دي.
هغې دغه مارکېټ د کندهاريو مېرمنو د اقتصادی پياوړتیا لپاره ګټور ګام وګاڼه او ویې ویل په دې وسیله د مېرمنو لاسي تولیدات او صنایع تر کورنیو او بهرنیو مارکېټونو رسول کېدای شي.
د دې په وینا، د مېرمنو په دغه سوداګريز مارکيټ کې د لاسي توکو، خياطۍ، ګاڼو او سنګارتون تر څنګ د رسټورانټ او عصري زده کړو لپاره هم اسانتیاوې شته.
د کندهار سوداګرۍ خونې مرستیال عبدالباقي بینا هم دا د هغو مېرمنو لپاره غوره فرصت يادوي چې د ځانګړي ادرس د نشتوالي له امله یې د خپلو توليداتو لپاره وړاندې پانګونه نه شوای کولای.
هغه وویل، اوس مېرمنو د خپلو لاسي توکو او تولیداتو د پلور لپاره مستقل ادرس وموند او له دې لارې به یې تولیدات د نړۍ مارکېټونو ته هم لاره وکړي.
د یادونې ده، په کندهار ښار کې د ښځو دغه ځانګړی مارکېټ د نړيوالې تولنې د مېرمنو د اقتصادي پياوړتیا پروګرام په مرسته جوړ شوی دی.
پرېکړه شوې ده چې تر شپږو مياشتو د دوکانونو د کرایو او نور لګښت د همدې ادارې پر غاړه وي خو وروسته به یې چاري خپله مېرمنې مخ ته وړي.
غړيYou need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.










