کابل (پژواک، ۱۳ تله ۹۸): په کابل ښار کې نن د تېر شنبې په پرتله د سرو زرو او قزاقي اوړو بیې ټیټې شوې دي خو د نورو لومړنیو توکو بیې له بدلون پرته پر خپل حال پاتې دي.
د کابل ښار د تيمورشاهي واټ یوه زرګر حاجي فواد احمد صالح پژواک خبري اژانس ته وویل، نن د تېرې شنبې په پرتله د یو ګرام عیار ۷۵۰ عربي سرو زرو بیه له ۳۱۰۰ څخه ۳۰۰۰ افغانیو او د یو ګرام ۵۸۵ عیار روسي سرو زرو بیه له ۲۶۰۰ نه ۲۵۵۰ افغانیو ته راټیټه شوې ده.
په نړیوالو بازارونو کې د سرو زرو بیې ټيټېدو له امله، په کابل ښار کې هم د سرو زرو بیه ټيټه شوې ده.
د خوراکي توکو له ډلې د قزاقي اوړو بیه هم ټیټه شوې ده.
د کابل ښار د منډوي یوه عمده پلورونکي محمد صمیم وویل چې د ۴۹ کیلوګرامه قزاقي اوړو بیه له ۱۶۰۰ څخه ۱۵۷۰ افغانیو ته راټیټه شوې ده.
خو هغه زیاته کړه چې نن لکه د تېرې شنبې په څېر په عمده ډول ۴۷ کیلوګرامه پاکستانۍ بوره ۱۹۵۰ افغانۍ، ۲۴ کیلو ګرامه اول سېله پاکستانۍ وریجې په ۲۲۰۰ افغانۍ، ۱۶ لېټره خورشید غوړي په ۱۱۶۰ افغانۍ، یو کیلوګرام اندونیزیایی شین چای په ۳۰۰ افغانۍ او یو کلیوګرام افریقایي تور چای په ۳۲۰ افغانۍ پلورل کېږي.
د ځینو توکو پرچون پلور د هغو له عمده بیې سره په ځینو برخو کې کم خو په ځینو بیا ډېر توپیر کوي.
د کابل ښار د تایمني د ۱۳ سړک د خوراکي توکو یوه پلورونکي احمد مصطفی وویل، نن د ۵۰ کیلوګرامه پرچون قزاقي اوړو بیه ۱۶۲۰ افغانۍ، ۴۹ کیلويي پاکستانۍ بوره په ۲۰۰۰ افغانۍ، ۲۴ کیلوګرامه پاکستانۍ لومړۍ سېله وریجې په ۲۵۰۰ افغانۍ، ۱۶ لېټره خورشید غوړي ۱۲۰۰ افغانۍ، یوه کیلو اندونیزیایی شین چای په ۳۲۰ افغانۍ او یوه کیلو افریقایی تور چای په ۳۶۰ افغانۍ پلورل کېږي.
د سون توکو بیو د تېرې اوونۍ په پرتله بدلون نه دی کړی.
د تایمني د څلورم سړک یوه ګاز پلورونکي محمد اکرام وویل چې نن هم د تېرې شنبې په څېر د یو کیلوګرام ګاز بیه ۵۰ افغانۍ ده.
همدارنګه د کابل ښار د وزیراباد د تېلو ټانک یوه کارکوونکي عبدالهادي وویل، نن د تېرې شنبې په څېر یو لېتر پټرول په ۵۲ او ډېزل په ۴۸ افغانیو پلوري.
په کابل کې د شهزاده سرای د صداقت صرافۍ مالک حاجي حسین صداقت د معلوماتو له مخې، نن د یو امریکایي ډالر اخیستو بیه ۷۸.۲۵ افغانۍ دی او ۱۰۰۰ پاکستانۍ کلدارې په ۴۹۸ افغانیو بدلېږي.
د تلې په شپږمه د یوه امریکایي ډالر ارزښت ۷۸.۲۰ افغانۍ او زر پاکستانۍ کلدارې په ۴۹۷ افغانۍ بدلېدې.
غړيYou need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.










