کندهار (پژواک، ۱۶ تله ۹۸): د اندونیزیا سفیر وايي، افغانستان او اندونیزیا به په نږدې راتلونکي کې د سوداګریزو او صنعتي اړیکو د پراختیا په موخه تړون لاسلیک کړي.
د اندونیزیا سفیر عارف الرحمن دغه څرګندونې کندهار ته د خپل دوه ورځني سفر پر مهال له چارواکو، سوداګرو او صنعتکارانو سره د لیدنې پر مهال وکړې.
عارف الرحمن په پيل کې کندهار مېشتو سوداګرو او صعنتکارانو ته بلنه ورکړه چې د اندونیزیا په پلازمېنه جکارتا کې په جوړېدونکي صنعتي نندارتون کې ګډون وکړي.
هغه زیاته کړه، دغه نندارتون د راتلونکې اکتوبر میاشتې په ۱۶مه جوړېږي.
ده دغه نندارتون د اندونیزیا او افغانستان د سوداګرو او صنعتکارانو ترمنځ د نظریو او تجربو شریکولو ښه فرصت یاد کړ او یادونه یې وکړه چې افغان سوداګر به د دغه نندارتون پر مهال د صنعت او تجارت په برخو کې د دغه هېواد نوې ټکنالوجي او مارکېټونه وګوري او خپلو توکو ته به بازارموندنه وکړي.
سفیر په دې لیدنه کې د دواړو هېوادونو پر تجارتي او صنعتي اړیکو ټینګار وکړ او ویې ویل، دواړه هېوادونه به په نږدې راتلونکي کې د سوداګرۍ، صنعت او معدنونو په برخو کې د اړیکو د پراختیا ګډ تړون لاسلیک کړي.
نوموړي په دې برخه کې د ویزو د شرایطو د اسانه کولو ژمنه هم وکړه.
د دې ترڅنګ یې یادونه وکړه چې سږ کال به ډېرو افغان محصلانو ته د بورسونو له لارې په خپل هېواد کې د لوړو زده کړو زمینه برابره کړي.
د کندهار د صنعتکارانو او سوداګرو په استازولۍ د صنایعو او معدنونو خونې مرستیال نعمت الله نعمت وویل، دواړه هېوادونه ګډ اقتصادي فرصتونه لري چې باید ګټه ورڅخه واخیستل شي.
هغه د بېلګې په توګه د کندهار د کانونو یادونه وکړه چې اندونیزیا په دې برخه کې ډېره مرسته کولای شي او خام مواد په پخو موادو اړولای شي.
ده وویل، په ټوله کې افغانستان او بیا سوېلي زون او کندهار د کانونو پراخې زېرمې لري چې مرمر، کرومایټ، فلورایټ، سیمنټ او نور یې د یادولو وړ دي.
د دې تر څنګ نعمت د وارداتو په برخه کې هم د اسانتیاوو یادونه وکړه او ویې ویل افغانستان دا مهال په دې برخه کې د شاوخوا ۷ بیلیونه ډالرو داخلي مارکېټ لري.
نوموړي د اندونیزیا له سفیر څخه وغوښتل چې د خپل هېواد صنعتکاران او سوداګرو وهڅوي چې له افغان سوداګرو او صنعتکارانو سره یو ځای په بېلابېلو برخو کې ګډې پانګونې وکړي.
ده وویل، افغان سوداګر د دغه هېواد د سوداګرو او صنعتکارانو د هر کوچني او لوی مشارکت هرکلی کوي.
نوموړي هم یادونه وکړه چې د دغه راز دوه اړخیزو اړیکو لپاره دوه اړخیز ګډ تړون ته اړتیا ده چې دواړه هېوادونه یې باید لاسلیک کړي.
په یوه بله لیدنه کې چې د کندهار د والي حیات الله حیات او سفیر تر منځ وشوه، له هغه څخه د دې ولایت د پوهنې د سکتور د پیاوړتیا، دیني عالمانو ته د دینې زده کړې مساعدولو، وړتیا لوړولو او ګڼو نورو برخو کې د همکارۍ غوښتنه وشوه.
والي هم د دواړو هېوادونو تر منځ پر کلتوري، سوداګریزو او صنعتي اړیکو پر پیاوړتیا ټینګار وکړ څو د کندهار تازه مېوه او نور تولیدات په دغه هېواد کې ښه بازار ومومي.
د یادونې ده، دغه کندهار ته د اندونیزیا د سفیر دویم سفر دی او هغه مهال یې یوازې د دې ولایت د محصلینو لپاره د ۵۰۰ بورسونو د ورکړې اعلان کړی و.
غړيYou need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.










