جلال اباد (پژواک، ۱۷ تله ۹۸): د ننګرهار کانال رياست چارواکي وايي چې په دغه ولايت کې سږ کال د خرماوو د باغ حاصلات دوه چنده شوي او ټاکل شوې تر دوو ټنو خرما ترې راټوله شي.
دغه باغ لس کاله مخکې د متحده عرب اماراتو په مرسته د ۲۸۰۰ ونو په کېنولو پر څلوېښت جريبه ځمکه جوړ شو او ټاکل شوې وه چې په څلورو کلونو کې حاصل ورکړي.
که څه هم دغه باغ له خپل ټاکلي وخت وروسته حاصل ورکړ خو په تېرو دوو کلونو کې د دغه باغ حاصلات مخ په زياتېدو دي.
د دغه باغ امر عبدالقيوم اطرافي د تلې په ۱۷مه پژواک اژانس ته وويل چې سږ کال د خرما تر ۱۵۰ ونو پورې حاصل ورکړی چې د اټکل له مخې تر دوو ټنو پورې خرما به وکړي.
دی وايي، تېر کال په باغ کې ۷۰ ونو حاصل ورکړی و چې يو ټن خرما ترې ټوله شوه خو سږ کال دغه کچه دوه چنده لوړه شوې ده.
دی زياتوي، د باغ د احاطې، پرسونل کموالي او د خرما د ساتنې او پروسس لپاره د اسانتياوو رامنځته کېدو ستونزه يې له اړوندې ادارې سره شريکه کړې ده، که يې حل کړي نو د حاصل پر زياتوالي سربېره به نورو هېوادونو او ولايتونو ته هم د دې خرما لېږد چاره پيل شي.
د ننګرهار د کانال ادارې مشر پروېز علي بيا له پژواک سره په خبرو کې تاييد کړه چې د کانال د خرما حاصلات لوړ شوي خو وايي، د لا ډېرېدو لپاره يې د نوو باغونو جوړولو لپاره هلې ځلې پيل کړې دي.
هغه وايي، په کابل کې د متحده عربي اماراتو سفارت هم ډاډ ورکړی چې د نوو فارمونو په جوړېدو کې همکاري کوي او ټاکل شوې په نږدې راتلونکي کې شاوخوا پر يونيم سل جريبه ځمکه نوي باغونه جوړ کړي.
دی د خرما باغ د ستونزو په اړه وايي چې د کار د زياتوالي پر مهال اضافي پرسونل لېږل کېږي او د خرڅلاو لپاره هم د تدارکاتي قانون له مخې ګام اخيستل کېږي.
غړيYou need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.










