منځپانګې ته تلل
شنبه ۱۴ نومبر ۲۰۲۶ · کابل ۱:۱۰ غ.و
۱۲° — په ټولو ولایتونو کې هوا
صاف · ↑۱۳° ↓۰°
د هوا کیفیت: منځنی
غړي

کابل کې د سرو زرو بیه ټیټه او د قزاقي اوړو لوړه شوې ده

· ۲ دقیقې لوستل · ۷۲ کتنې

کابل (پژواک، ۲۰ تله ۹۸): په کابل ښار کې نن د تېرې شنبې په پرتله د سرو زرو بیه ټیټه او د قزاقي اوړو بیه لوړه شوې ده.

د کابل ښار د تيمورشاهي سړک یو زرګر حاجي فواد احمد صالح پژواک خبري اژانس ته وویل، د تېرې شنبې په پرتله یو ګرام ۷۵۰ عیار عربي سرو زرو بیه له ۳۰۰۰ افغانیو ۲۹۵۰ افغانۍ او د یوګرام ۵۸۵ عیار روسي سرو زرو بیه له ۲۵۰۰ افغانیو ۲۴۰۰ افغانیو ته راټیټه شوې ده.

په نړیوالو بازارونو کې د سرو زرو بیې له ټیټېدو سره د کابل ښار په بازارونو کې هم د هغو بیه ټیټه شوې ده.

په خوراکي توکو کې د قزاقي اوړو بیه لږ لوړه شوې ده.

د کابل ښار د منډيي یوه عمده پلورونکي محمد صمیم پژواک ته وویل، په عمده ډول د ۴۹ کیلويي قزاقي اوړو بیه له ۱۵۷۰ څخه ۱۵۸۰ افغانیو ته لوړه شوې ده.

خو هغه زیاته کړه، چې نن دې تېرې شنبې په څېر په عمده ډول ۴۹ کیلويي پاکستانۍ بوره ۱۹۵۰ افغانۍ، ۲۴ کیلويي اول سېله پاکستانۍ وریجې په ۲۲۰۰ افغانۍ، ۱۶ لېټره خورشید غوړي په ۱۱۶۰ افغانۍ، یو کیلو شین اندونیزیایی چای په ۳۰۰ افغانۍ او یو کلیو تور افریقایی چای په ۳۲۰ افغانۍ پلورل کېږي.

په پرچون ډول د ځینو  توکو بیې د هغو له عمده بیو سره په ځینو مواردو کې لږ او په ځینو کې ډېر توپیر لري.

د کابل ښار د تایمني د ۱۳ سړک یوه خواکه پلورونکي احمد مصطفی پژواک ته وویل، نن د ۵۰ کیلويي قزاقي اړو بیه ۱۶۲۰ افغانۍ، ۴۹ کیلويي پاکستانۍ بوره په ۲۰۰۰ افغانۍ، ۲۴ کیلويي لومړۍ سېله پاکستانۍ وریجې په ۲۵۰۰ افغانۍ، ۱۶ لېتره خورشید غوړي په ۱۲۰۰ افغانۍ، یوه کیلو اندونیزیایي شین چای په ۳۲۰ افغانۍ او یوه کیلو افریقایي تور چای په ۳۶۰ افغانۍ پلورل کېږي.

خو د سون توکو بیې له کوم بدلون پرته پر ځپل ځای دي.

همدارنګه د کابل ښار د وزیر اباد د تېلو ټانک یوه کارکوونکي عبدالهادي وویل، نن شنبې د یو لېټر پټرولو بیه ۵۲ افغانۍ او یو لېتر ډېزلو بیه ۴۸ افغانۍ ده.

د کابل ښار د تایمني څلورم سړک یوه ګاز پلورونکي محمد اکرام وویل، نن شنبې د یو کیلو ګاز بیه ۵۰ افغانۍ ده.

د کابل ښار په شهزاده سرای کې د صداقت صرافۍ مالک حاجي حسین صداقت د معلوماتو له مخې، نن یو امریکایي ډالر په ۷۸.۱۵ افغانۍ او ۱۰۰۰ پاکستانۍ کلدارې په ۵۰۰  افغانۍ پلورل کېږي.

د تلې په ۱۳مه د یوه امریکایي ډالر ارزښت ۷۸.۲۵ افغانۍ او زر پاکستانۍ کلدارې په ۴۹۸ افغانۍ بدلېدې.

غړي

You need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.

اړوند خبرونه

ټول سوداګري او اقتصاد