منځپانګې ته تلل
یکشنبه ۸ نومبر ۲۰۲۶ · کابل ۴:۱۴ غ.م
۸° — په ټولو ولایتونو کې هوا
صاف · ↑۲۲° ↓۷°
د هوا کیفیت: ښه
غړي

د غزني د الجهاد جامع جومات یوې برخې نړېدو له امله دوو کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې

· ۱ دقیقه لوستل · ۱۵۴ کتنې

غزني ښار (پژواک، ۵ لړم ۹۸): د غزني الجهاد جامع جومات چې د ولسمشر د فرمان له مخې له سره جوړېږي، تر کار لاندې يوه برخه يې نړېدلې چې له امله يې يو کارکوونکى مړ او بل ټپي شو.

د غزني د والي ویاند محمد عارف نوري د لړم په ٥مه پژواک خبري اژانس ته وويل چې نن غرمه د ياد جامع جومات يوه برخه چې تر کار لاندې وه، نړېدلې چې په ترڅ کې يې دوو کاریګرو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.

هغه وايي چې د دغه جومات پروژه د ولسمشرۍ ماڼۍ د عملیاتې ادارې له لوري څارل کېږي او د دغه جومات جوړونې ټول ساختمانې وسایل له مرکزه انتقال شوي دي.

نوري زياته کړه: ((د غزني سيمه ييزې ادارې ته د داسې پروژو چې کيفيت ونه لري، هېڅ د منلو نه دي  او ياده برخه يې هم د کيفيت د خرابوالي له امله نړېدلې ده.))

تېر کال د غزني له برید یوه اوونۍ وروسته کله چې ولسمشر محمد اشرف غني دغه ولایت ته سفر درلود، د خلکو په غوښتنه يې د غزني لوي الجهاد جامع جومات د بېرته جوړولو ژمنه وکړه.

د چارواکو په وينا، دا جومات به په درېيو پوړونو کې جوړېږې او ۶۷ میلیونه افغانۍ ورته ځانګړي شوې دي چې لګښت یې خپله ولسمشر ورکوي.

غړي

You need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.

اړوند خبرونه

ټول پېښې