کابل (پژواک، ۶ لړم ۹۸): د افغانستان ملکي هوايي چلند ادارې د مشخصې پروسې له بشپړولو وروسته اریانا افغان هوايي شرکت ته د فعاليت بیاځلي جواز تصدیق کړ.
په دې اړه کابل کې په جوړې شوې غونډې کې د ملکي هوايي چلند ادارې رییس محمد قاسم وفایي زاده وويل، په افغانستان کې له کام اير څخه وروسته اریانا افغان هوايي شرکت دويم شرکت دی چې دوی مشخصه پروسه بشپړه کړې ده.
ده د دې پروسې په اړه وویل، لومړی د شرکتونو ټول اړوند اسناد راټولیږي او د رسمي نوملیکنې له پروسې وروسته دوی د اړوندو شرکتونو د مالیې، داخلي پلټنې او نورو کړنو په اړه ټولیزه ارزونه کوي، د ښکېلو لوریو له نظر اخيستلو وروسته بیا شرکتونو ته جواز ورکول کېږي چې دا ټوله پروسه اریانا شرکت ترسره کړې ده.
هغه زیاته کړه، دا چې دوى او افغان هوايي شرکتونه له نهو کلونو راهيسې د اروپايي اتحاديې په تور ليست کې شامل دي، نو ځکه يې ياده پروسه پيل کړې، ترڅو نړيوال معيارونه پوره او ورته ورسېږي.
د اریانا افغان هوايي شرکت رییس عالم شاه ابراهیمی بیا وايي، دوی خپله هڅه کوي چې ټول ټاکلي معیارونه تطبیق کړي، که نه د هوايي چلند ادارې د مصوونیت ریاست له ارزونې وروسته یې جواز فسخه کېدلی هم شي.
غړيYou need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.










