کابل (پژواک، ۱۱ لړم ۹۸): په کابل ښار کې نن د تېرې شنبې په نسبت د اوړو او غوړیو بیې لوړې شوې خو د نورو لومړنیو اړینو توکو بیې له بدلون پرته پر خپل ځای پاتې دي.
د کابل ښار د منډوي یوه عمده پلورونکي محمد صمیم پژواک ته وویل، نن د تېرې شنبې په پرتله د ۴۹ کیلوګرامه عمده قزاقي اوړو بیه له ۱۶۰۰ څخه ۱۶۵۰ افغانۍ او ۱۶ لېتره خورشید غوړیو بیه له ۱۱۲۰ څخه ۱۱۵۰ افغانيو ته لوړه شوې ده.
د اوړو او غوړیو بیې ولې لوړې شوې دي؟
صمیم زیاته کړه چې د مالیې وزارت له خوا د اوړو پر وارداتو د مالیې لوړېدو، په قزاقستان کې د اوړو د بیې لوړوالی او له ازبکستانه افغانستان ته د اوړو د صادارتو درېدل، د افغانستان په بازارونو کې د اوړو د بیې لوړوالي لاملونه دي.
نوموړي وویل چې په نړیوالو بازارونو کې د غوړیو د وارداتو کمېدو او د هغو د بیې لوړوالي له امله په کابل ښار کې هم د غوړیو بیه لوړه شوې ده.
خو د نورو لومړنیو خوراکي توکو بیې له کوم بدلون پرته پر خپل ځای دي.
د محمد صمیم په خبره، نن د تېرې شنبې په پرتله په عمده ډول ۴۹ کیلويي پاکستانۍ بوره په ۱۹۲۰ افغانۍ، ۲۴ کیلوګرامه لومړۍ سېله پاکستانۍ وریجې په ۲۲۰۰ افغانۍ، یو کیلو اندونیزیایي شین چای په ۳۰۰ افغانۍ او یو کیلو افریقایی تور چای په ۳۲۰ افغانۍ پلورل کېږي.
د ځینو توکو پرچون پلور له عمده بیې سره په ځینو مواردو کې لږ خو په ځینو کې بیا ډېر توپیر لري.
د کابل ښار د تایمني د ۱۳ سړک یوه هټۍ وال احمد مصطفی وویل، نن شنبې ۵۰ کیلويي قزاقي اوړه په ۱۷۵۰ افغانۍ، ۴۹ کیلويي پاکستانۍ بوره په ۲۰۰۰ افغانۍ، ۲۴ کیلويي اول سېله پاکستانۍ وریجې په ۲۵۰۰ افغانۍ، ۱۶ لېټره خورشید غوړي په ۱۲۰۰ افغانۍ، یوه کیلو اندونیزیایي شین چای په ۳۲۰ افغانۍ او یوه کیلو افریقایي تور چای په ۳۶۰ افغانۍ پلورل کېږي.
د سون توکو په بیو کې هم کوم بدلون نه دی راغلی
همدارنګه د کابل ښار د وزیراباد د تېلو ټانک یوه کارکوونکي عبدالهادی وویل، نن د تېرې شنبې په پرتله د یو لېتر پټرولو بیه ۵۱ افغانۍ او د یو لېټر ډېزلو بیه ۴۸ افغانۍ ده.
همدارنګه د تایمني د څلورم سړک یوه ګاز پلورونکي محمد اکرام وویل، نن شنبې ورځ د یو کیلوګرام ګاز بیه ۵۰ افغانۍ ده.
د سرو زرو بیې هم پر خپل ځای دي.
د کابل ښار د تېمورشاهي سړک یو زرګر حاجي فواد احمد صالح وویل، تېرې شنبې ته په کتو د یو ګرام ۷۵۰ عیار عربي سرو زرو بیه ۳۱۰۰ افغانۍ او د یو ګرام ۵۸۵ عیار روسي سرو زرو بیه ۲۵۰۰ افغانۍ ده.
په دې اوونۍ کې د افغانیو پر وړاندې د ډالر او کلدارو ارزښت لږ ښکته راغلی دی.
د کابل ښار په شهزاده سرای کې د صداقت صرافۍ مالک حاجي میر حسین صداقت د معلوماتو له مخې، نن یو امریکایي ډالر په ۷۸.۱۰ افغانۍ او ۱۰۰۰ پاکستانۍ کلدارې په ۴۹۳ افغانۍ پلورل کېږي.
د لړم په ۴مه د یوه امریکایي ډالر ارزښت ۷۸.۱۵ افغانۍ او زر پاکستانۍ کلدارې په۵۰۰ افغانۍ بدلېدې.
غړي
You need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.










