منځپانګې ته تلل
شنبه ۱۴ نومبر ۲۰۲۶ · کابل ۱:۱۰ غ.و
۱۲° — په ټولو ولایتونو کې هوا
صاف · ↑۱۳° ↓۰°
د هوا کیفیت: منځنی
غړي

د خوست ګمرک عوايد د تېر کال په پرتله ٦٧ سلنه زيات شوي

· ۲ دقیقې لوستل · ۵۷ کتنې

خوست ښار (پژواک، ۱۳ لړم ۹۸): د خوست والي وايي چې سږکال د ۱۳۹۸ لمريز کال د تېرو لسو مياشتو په موده کې د ګمرک له درکه ۹۵۷ ميليونه افغانۍ عوايد راټول شوي دي.

د خوست والي محمدحليم فدايي چې نن د «لړم ۱۳مه» يوه خبري کنفرانس ته خبرې کولې، وويل چې دغه عوايد د تېر کال د لسو مياشتو د عوايدو په پرتله ۶۷ سلنه زيات دي.

نوموړي همدا ډول وويل چې د مستوفيت له لارې راټول شوي عوايد هم د تېر کال د لسو مياشتو په پرتله ۳۰ سلنه زيات شوي او ۴۰۶ ميليونه افغانۍ دي.

فدايي اداري اصلاحات او د غلام خان بندر له لارې د صادراتو او وارداتو زياتوالی هغه لاملونه وبلل چې له امله يې د ګمرک او مستوفيت په عوايدو کې زياتوالی راغلی.

هغه زياته کړه : ((د خوست په مستوفيت اداره کې يو لړ ژور اصلاحات رامنځته شوي، چې په دې اصلاحاتو کې د مالياتي سيستم «سيګټاس» د دويم ګروپ عملي کول دي، چې په دې سره به د شرکتونو ابتدايي مالياتي تصفيه د سيستم له لارې په ۲۱ ورځو کې صورت مومي، چې په دې سره به د فساد مخه نيول کيږي.))

والي دغه راز وويل چې سږ کال د خوست د غلام خان بندر له لارې د سږ کال د لسو مياشتو۳۰۴۴۰ ټنه صادرات شوي، چې د تېر کال د ۱۲ مياشتو په پرتله په کې ۹۶ سلنه زياتوالی راغلی.

نوموړي همدا ډول زياته کړه چې تېر کال د غلام خان بندر له لارې ۲۸۰۴۲ ټنه واردات شوي وو، خو سږ کال د تېرو لسو مياشتو په موده کې۴۴۲۶۰ ټنه واردات شوي دي.

دی وايي: ((تراوسه هم زموږ واردات له صادراتو لوړ دي، اما موږ صادرات تقريباً ۹۶ فيصده اوس لوړ کړي دي، سره له دې چې په افغانستان کې د توليد فابريکې او زېربنايي سيستمونه لا شتون نه لري، خو بيا هم موږ ورو ورو له يو وارداتي اقتصاد نه موږ يو صادراتي هېواد ته ځو.))

د خوست ښار يوتن اوسېدونکي فريدالله پژواک خبري اژانس ته وويل چې که د غلام بندر رسمي ترانزيټ شي، نو ددغه ولايت په عوايدو کې به څو برابره زياتوالى راشي.

دی زياتوي: ((له دولت څخه مو غوښتنه دا ده چې د غلام خان بندر د رسمي ترانزيټ چارې ژر مخکې يوسي، ځکه دا يو مهم بندر دی چې له امله به يې دغه ولايت په اقتصادي لحاظ ډېر پرمختګ وکړي.))

خو د خوست والي محمدحلم فدايي بيا وايي چې په دې اړه د دوی هڅې روانې دي او هيله لري چې په نږدې راتلونکي کې به دغه بندر رسمي بڼه خپل کړي.

غړي

You need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.

اړوند خبرونه

ټول سوداګري او اقتصاد