جلال اباد (پژواک، ۱۵ لړم ۹۸): د ننګرهار والي وايي، د روان مالي کال په تېرو لسو مياشتو کې د دغه ولايت د ټولو دولتي ادارو عوايد ۱۶ ميليارده او ۲۶۳ ميليونه افغانيو ته رسېږي چې د تېر مالي کال په پرتله په کې ۹۳۱ ميليونه افغانۍ زياتوالی راغلی دی.
د نوموړي په خبره، له عايداتي ادارو څخه زورواکو او مافيايي کړيو ته د باجګيريو مخنيوی هغه ستر لامل دی چې په دغه ولايت کې يې د عوايد کچه لوړه کړې ده.
د ننګرهار والي شاه محمود مياخېل د لړم په ١٥مه پژواک اژانس ته وويل، د تېر مالي کال د لسو میاشتو په پرتله که څه هم یوه میاشت د ګمرک په چوکات کې ستونزې وې خو بیا هم د ننګرهار عايدات نږدې یو میلیارد افغانۍ لوړ شوي دي.
نوموړی وايي، که د ګمرک په اداره کې دغه ستونزه نه وای رامنځته شوې؛ نو دغه کال به د تېر په پرتله عوايد دوه میلیارده افغانۍ زيات وو.
والي زياته کړه، د ۱۳۹۷ مالي په کال په لسو مياشتو کې ۱۵ ميليارده، ۳۳۲ ميليونه، ۷۹۸زره او ۹۷ افغانۍ عايدات راټول شوي وو چې په سږني مالي کال کې دا کچه ۱۶ ميليارده ۲۶۳ ميليونه ۹۰۰زره او ۲۸۴ افغانۍ وه.
دی وايي، دغو شمېرو ته په کتو روان مالي کال د ننګرهار د ټولو ادارو په عايداتو کې ۹۳۱ ميليونه، ۱۱۱زره او ۱۸۷ افغانۍ زياتوالی راغلی دی.
مياخېل وويل، د عايداتو د لوړوالي يوازېنی علت دا دی چې له عايداتي ادارو څخه زورواکو او مافيايي کړيو ته د باج ورکولو مخه نيول شوې ده.
خو دی وايي، لا هم تر څلوېښت سلنې زيات ملي عوايد نه راټولېږي چې د دې ستونزې د حل لپاره په ميکانيزم او سيستم رغولو کار ته اړتيا ده.
والي زياته کړه: ((که مامورین په صداقت او ایماندارې کار وکړي او هغه تخنیکي نیمګړتیاوې لکه د سکینر او تلې جوړول دي، فعال شي نو زموږ عاید به نور هم زیات شي. دقیق ارقام نشته خو د هېواد په کچه څلوېښت سلنه عاید لا اوس هم په سمه توګه نه راټولېږي.))
د ننګرهار والي دا هم وويل، تازه يې هلې ځلې پيل کړې او له ادارو سره يې غونډې شروع کړې چې له کومو لارو عوايد لا زيات کړي.
په ورته وخت کې د ننګرهار ګمرک رييس احمد نويد بشريار چې د ادارې عوايد يې تر ټولو زيات دي، وايي، په تورخم دروازه کې د څلرويشت ساعته فعاليت له پيله د دوی عوايد له پخوا څو چنده زيات شوي دي.
د هغه په وينا، اداره يې توانېدلې چې روان مالي کال ۱۴ ميليارده، ۳۶۸ميليونه او ۱۰۸زره افغانۍ راټولې کړي چې د تېر کال په پرتله ۱۰۵ميليونه او ۸۲۶زره افغانۍ زياتې راټولې کړي.
دی زياتوي: ((زه چې له کومې ورځې راغلی يم، د کارونو د ښه والي لپاره مو وزارت ته څو وړانديزونه کړي دي، يو سکنر مو غوښتی چې په دې سره به هم زموږ کارونه چټک شي او هم به شفافيت رامنځته کړي.))
دغه راز د ننګرهار د کانال ادارې رييس پروېز علي وايي، سږ کال د دې ادارې اړوند زياتې ځمکې چې پخوا به ترې وسله والو طالبانو ګټه اخيسته د امنيتي ځواکونو د عملياتو په پايله کې د دوی لاسته ورغلي چې د دوی عوايد هم ورسره لوړ شوي دي.
دی وايي، عوايد يې له پنځلس ميليونه څخه ۷۰ ميليون افغانيو ته لوړ شوي چې را روان کال به د يو شمېر نورو باغونو په رغولو دا کچه تر ۱۵۰ ميليونو لوړه کړي.
د ننګرهار د ولايتي شورا يو شمېر غړي د دولتي ادارو د عوايدو پر لوړوالي خوښ دي او غوښتنه کوي چې لا دې د روڼتيا رامنځته کولو ته پام وشي.
د شورا غړي اسرارالله مراد پژواک ته وويل چې په اداراتو کې د رهبرۍ له قوي کېدو وروسته دلته د ادارو په فعاليتونو کې مثبت تغيير رامنځته شوی؛ خو د لا ښه والي لپاره يې بايد د مامورينو په کچه د شفافيت رامنځته کېدو او فساد مخنيوي لپاره ګامونه پورته شي.
غړيYou need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.










