منځپانګې ته تلل
شنبه ۱۴ نومبر ۲۰۲۶ · کابل ۱:۱۸ غ.و
۱۳° — په ټولو ولایتونو کې هوا
صاف · ↑۱۳° ↓۰°
د هوا کیفیت: منځنی
غړي

سوداګر: د ټاکنو د پايلو په اعلان کې ځنډ سوداګر زيانمن کړي

· ۴ دقیقې لوستل · ۸۳ کتنې

کابل (پژواک، ۱٦ لړم ۹۸): د سوداګرۍ خونې مسوولين او سوداګر د ټاکنو پايلو پر ژر اعلان ټينګار کوي او وايي، که چېرې دغه کار ونه شي د سوداګرۍ برخه به نوره هم زيانمنه شي.

د ولسمشرۍ ټاکنې د تلې مياشتې په شپږمه نېټه ترسره شوې، د ټاکنو د مهالوېش له مخې د دغو ټاکنو لومړنۍ پايلې بايد د تلې په ٢٧مه او وروستۍ يې د لړم په ١٦مه اعلان شوې واى.

خو د ټاکنو کمېسيون اعلان وکړ چې د ځينو تخنيکي ستونزو له امله د ټاکنو لومړنۍ پايلې به د تلې د ٢٧مې پر ځاى د لړم په ٢٣مه نېټه اعلان شي.

بل لور ته بيا د سوداګرۍ خونې مسوولين او سوداګر د ټاکنو د پايلو پر ژر اعلانېدو ټينګار کوي او وايي چې د ټاکنو د پايلو په اعلان کې هر ډول ځنډ د دوى پر چارو منفي اغېز کوي.

په دې اړه د سوداګرۍ خونې مرستیال خانجان الکوزي د لړم په ١٦مه پژواک خبري اژانس ته وویل چې د ناامنۍ ترڅنګ د ټاکنو د پايلو په اعلان کې ځنډ، سوداګر له ستونزو سره مخ کړي دي.

هغه د بېلګې په توګه وويل چې سوداګر د خپلې پانګې ډېره برخه د ځان د امنيت په خوندي کولو لګوي او ترڅنګ يې سوداګر له ګودامونو مالونه بازار ته نه عرضه کوي او د ټاکنو د پايلو اعلان ته منتظر دي.

الکوزي اندېښنه وښوده، که چېرې د ټاکنو د پايلو په اعلان کې نور هم ځنډ کېږي، نو سوداګر پانګونه نه کوي چې له امله يې د هېواد اقتصادي حالات له ننګونو سره مخ کېږي.

نوموړى وايي چې د ټاکنو د پايلو د اعلان ځنډ پر سوداګرۍ له ١٠ تر ١٢ سلنې منفي اغېز کړی دی.

هغه د يوې پوښتنې په ځواب کې وويل: ((که د ټاکنو پايلې هر څومره وځنډېږي، خو بيا هم موږ له بحران سره نه مخ کېږو، بلکې د ټولو شيانو نرخونه به ډېر لوړ شي.))

همدارنګه په کابل کې د خوراکي توکو اتحادیې مرستیال زمري ساپي هم پژواک ته وویل چې د ټاکنو پروسې پر سوداګرۍ بده اغېزه کړې ده.

د هغه په وينا، سوداګري له اقتصادي او سیاسي حالات سره تړاو لري، کله چې سیاسي حالات خراب او بحران ته ولاړ شي، نو پر سوداګرۍ هم بدې اغېزې کوي او سوداګر له ستونزو سره مخ کوي.

ساپي وویل چې د ټاکنو د پایلو ځنډېدل پانګوال اندېښمن کړي او که چېرې دغه پروسه نوره هم وځنډېږي، نو پانګوال به د هېواد پر ځاى په بهر کې پانګونه وکړي.

هغه زياته کړه: ((له ټاکنو مخکې د ټولو خوراکي مواد نرخ ټېټ و، خو اوس دغه پروسه هر څومره چې اوږدېږي، د توکو نرخونه هم ورسره لوړېږي.))

دغه راز د اقتصادي چارو کارپوه محمد ابراهیم شمس هم ټينګار کوي چې د ټاکنو پايلې بايد هر څه ژر او رڼې اعلان شي.

شمس زیاته کړه، که چېرې د ټاکنو پایلې ژر معلومې نه شي، د ګواښونو کچه به لوړه او د سوداګرۍ برخه به له بحران سره مخ شي.

دى وايي چې د ټاکنو کمېسیون بايد وخت په وخت د ټاکنو په پروسه کې د پرمختګونو په اړه سوداګرو ته معلومات ورکړي څو اندېښنې يې ختمې شي.

دغه راز د کابل پوهنتون د اقتصاد څانګې استاد فضل احمد جویا پژواک ته وویل چې ډېرى هېوادوال له اقتصادي ستونزو سره مخ دي.

ده زیاته چې په نوره نړۍ کې ټاکنې د هېوادونو د پرمختګونو لامل کېږي خو په افغانستان کې بيا ټاکنې خلک له اقتصادي او نورو ستونزو سره مخ کوي.

استاد جويا هم ټينګار کوي چې د ټاکنو پايلې بايد ژر اعلان شي څو سوداګر بېرته په هېواد کې د پانګونې لپاره زړه ښه کړي.

هغه وايي، که پانګونه ونه شي، د مالياتو په کچه کې کموالى راځي چې حکومت او خلک له ستونزو سره مخ کېږي.

بل لور ته يو شمېر هېوادوال هم د ټاکنو د پايلو ځنډېدو په اړه اندېښنې لري.

په دې اړه د کابل اوسېدونکي احمدالله وويل، د ټاکنو پروسې له پيل وروسته په هېواد کې د ټولو توکو نرخونه لوړ شوي او خلک يې له ستونزو سره مخ کړي دي.

هغه وايي: ((پخوا د يوې بورۍ وړو بيه ١٣٠٠ افغانۍ وه، خو اوس ١٦ سوه افغانيو ته لوړه شوې ده، همداسې د ټولو شيانو نرخونه لوړ شوي دي.))

په ورته وخت کې د ننګرهار د مرکز جلال اباد ښار يوه هټۍ وال عثمان پژواک ته وویل چې د ټولو توکو په عمده نرخونو کې هم لوړوالى راغلى دى.

ده زياته کړه: ((هره ورځ نرخونه پورته روان دي، خلک يې د اخيستو توان لري او موږ ټول دوکانداران په نقص کې روان يو.))

يو شمېر نورو هېوادوالو هم ورته څرګندونې وکړې او د ټاکنو له خپلواک کمېسيون نه یې غوښتنه وکړه چې هر څه ژر د ټاکنو پايلو اعلان کړي.

خو بل لور ته د ټاکنو کمېسيون چاوراکي وايي، دوى خپلې وروستۍ هڅې کوي څو پر ټاکل شوي وخت د ټاکنو پايلې اعلان کړي.

غړي

You need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.

اړوند خبرونه

ټول سوداګري او اقتصاد