کندهار (پژواک، ۱۹ لړم ۹۸): که څه هم سږ کال د کندهار د انارو حاصلات د تېر په پرتله ۲۰ سلنه ډېر شوي خو لومړی ناروغیو او بیا د مني موسمي بارانونو زيانمن کړي دي.
د کندهار د انارو باغ لرونکي او سوداګر وايي، وروستیو بارانونو د دغه ولایت ۷۰ سلنه انار زیانمن کړي دي.
بلخوا سږ کال پاکستان پر انارو مالیه درې برابره لوړه کړې چې له امله یې په صادراتو کې هم کمی راغلی دی.
دا او نورې ستونزې د دې لامل شوې چې سږ کال د انارو باغ لرونکو او سوداګرو ته درانه زیانونه واوړي.
د ارغنداب ولسوالۍ د سرکاري باغ سیمې د انارو یو باغ لرونکي محمد قاسم پژواک خبري اژانس ته وویل، سږ کال د انارو حاصلات ډېر وو خو په پیل کې ناروغیو او اوس بیا بارانونو خراب کړل.
هغه زیاته کړه، په پیل کې انار د شوتې ناروغي او بیا مچ ووهل چې له امله یې کیفیت ته دروند زیان واوښت او ډېر انار په ونو کې وچاودېدل او یا خوسا شول.
دی وايي، له دې ستونزې سره لاس او ګرېوان وو چې د مني موسمي بارانونه شروع شول او انار یې ښه ډېر زیانمن کړل.
د ده په خبره، له همدې امله یې سږ کال خپل د انارو باغ ۴سوه زره افغانۍ اجاره ورکړی، په داسې حال کې چې تېر کال یې همدا باغ په ۸ سوه زره افغانۍ په اجاره ورکړی و.
قاسم له دې سره په خوا کې د یوې بلې ستونزې یادونه هم کوي او وايي، له دې ور ها خوا بیا سږ کال پاکستان پر انارو مالیه هم لوړه کړه چې دې چارې هم باغ لرونکي او سوداګر زیانمن کړل.
دی وايي، پخوا پاکستان پر یوه کرېټ انارو ۱۰۰ کلدارې مالیه اخیسته خو اوس ۳۳۰ کلدارې اخلي چې سوداګرو ته لوی زیان دی او له همدې امله یې په صادراتو کې هم کمی راغلی دی.
د همدې ولسوالۍ بل باغ لرونکی حاجي نظرمحمد هم ورته شکایت کوي او وايي، سږ کال د انارو حاصلات ډېر دي خو کیفیت یې سخت خراب دی.
ده پژواک ته وویل چې ناروغیو او ورپسې بارانونو د انارو باغونو ته درانه زیانونه واړول.
دى زياتوي، له همدې امله سږ کال د انارو بیه د تېر کال په پرتله نیم په نیمه رالوېدلې ده.
هغه وویل: ((تېر کال یو من/ څلورنیم کیلوګرامه انار له ۴۰۰ تر ۵۰۰ افغانیو خرڅېدل خو سږ کال له ۲۰۰ تر ۲۵۰ افغانیو خرڅېږي.))
نوموړي د پاکستان له خوا پر انارو د مالیې لوړوالی هم یو لامل ګڼي چې د انارو بیه ټیټه شوې؛ ځکه پخوا ډېر انار بهر ته صادرېدل.
دی وايي، تر هغه چې د کرنې وزارت له باغ لرونکو سره د ناروغیو او افاتو په مخنیوي کې مرسته ونه کړي، د انارو د ساتلو لپاره سړې خونې جوړې نه شي او د صادراتو په برخه کې پر پاکستان تکیه کمه نه شي، نو باغ لرونکي او سوداګر به هر کال همداسې زیانمن کېږي.
د ده په خبره، له تېرو څو کلونو راهیسې حکومت د هوايي دهلېزونو د پرانیستو خبره کوي خو يوازې په لومړیو دوو کلونو کې له کندهاره څو الوتنې شوې خو سږ کال یوه الوتنه هم نه ده شوې.
د کندهار د کرنې رییس سید حفیظ الله سیدي پژواک خبري اژانس ته وویل، سږ کال د دغه ولایت د انارو په حاصلاتو کې ۲۰ سلنه ډېروالی راغلی، خو له بده مرغه چې ناروغیو او بارانونو زيانمن کړل.
ده زیاته کړه، سږ کال به په کندهار کې د انارو د حاصلاتو کچه ۱۶۸زره ټنه وي.
خو دی وايي، دا چې د انارو کیفت د تېر په پرتله ښه نه و او له بلې خوا پاکستان پرې مالیه لوړه کړې، د صادراتو کچه یې کمه شوې ده.
د ناروغیو او افاتو د مخنیوي په برخه کې سيدي یادونه وکړه چې په کروندګرو یې ۱۵۰زره کاربن لرونکي کڅوړې ووېشلې، دغه راز یې ډېرو بڼوالو ته عامه پوهاوی هم ورکړی خو دا بسنه کوي او ټولو ته دوی رسېدګي نه شي کولای.
ده وویل، هڅه کوي له مرکزي ادارې سره د دغو ستونزو پر حل کار وکړي، نه یوازې د ناروغیو مخینوی وکړي، بلکې د انارو او نورو مېوو د ساتلو لپاره سړې خونې هم جوړې کړي.
د سوداګرۍ خونې مرستیال حاجي محمد یونس مومند هم پژواک خبري اژانس ته وویل چې سږ کال له لویه سره د ځینو ناروغیو او افاتو له امله د کندهار د انارو حاصلات ښه نه و چې له بده مرغه د کرنې وزارت هم ورته پاملرنه نه ده کړې.
ده زیاته کړه، د دې ترڅنګ بله ستونزه دا پېښه شوه چې پاکستان پر انارو مالیه لوړه کړه چې دا ټول سبب شول څو بڼوال او سوداګر زیانمن شي.
خو نوموړي یادونه وکړه چې سره له دې هم تر دې مهاله د میلونونو ډالرو په ارزښت ۳۳ زره ټنه انار، پاکستان، هندوستان او ځینو نورو هېوادونو ته صادر شوي دي.
د پاکستان له خوا پر انارو د مالیې لوړېدو په اړه ده وویل، مرکزي اداره له دغه هېواد سره پر دې کار کوي څو دواړه هېوادونه پر ځینو مېوو تعرفه صفر کړي.
مومند وايي، که دواړه هېوادونه پر دغو ټکو پرېکړې ته ورسېږي نو دا به د دوه اړخیزې سوداګرۍ په وده او له زیان څخه د بڼوالو او سوداګرو په ژغورنه کې لوی پرمختګ وي.
د هوايي دهلېز په اړه مومند وویل، د هوايي دهلېز په چوکاټ کې کارګو الوتکې د خپل مهالوېش له مخې الوتنې کوي، که سوداګر کولای شي په مناسب وخت خپله مېوه چمتو کړي نو دوی حاضر دي چې بهرنیو هېوادونو ته یې ولېږي.
خو د ده ټینګار دا و چې که د هوايي دهلېز له لارې انار په دانه شوې بڼه په معیاري پیکینګ ولېږل شي نو ګټه به یې ډېره وي.
ده یادونه وکړه چې پر دغو مواردو کار کوي څو له راتلونکې کال څخه عملي شي.
غړيYou need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.










