منځپانګې ته تلل
یکشنبه ۸ نومبر ۲۰۲۶ · کابل ۱:۲۶ غ.م
۹° — په ټولو ولایتونو کې هوا
صاف · ↑۲۲° ↓۷°
د هوا کیفیت: منځنی
غړي

په سرپل کې د ترافیکي پېښې له امله ۱۵ کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې

· ۱ دقیقه لوستل · ۷۰ کتنې

سرپل (پژواک، ۲۱ لړم ۹۸): د سرپل ولایت د بلخاب ولسوالۍ په شیګي کوتل کې د یوه مسافر وړونکي موټر د چپه کېدو له امله اته کسان مړه او اووه نور ټپیان شوي دي.

د سرپل د ولایتي شورا غړي محمد حسین مجاهد زاده پژواک خبري اژانس ته وویل، دغه فلاینکوچ موټر تېره ورځ له غرمې وروسته چپه شوی دی.

د ده په خبره، په مړو کې دوه ښځې، شپر سړي او دغه راز په ټپیانو کې درې ښځې، یو ماشوم او درې سړي شامل دي او یو ماشوم  نادرکه شوی دی.

مجاهد زاده وايي چې موټر په هغه کوتل کې چپه شوی چې ترڅنګ یې سیند دی او ښايي دغه ماشوم سیند ته لوېدلی وي.

د نوموړي په خبره، د پېښې ټپيان او مړي د بلخاب ولسوالۍ د بېلابېلو کلیو اوسېدونکي دي.

د سرپل د ولایتي شورا دغه غړی د لارې سخت جغرافیوي موقعیت، له اندازې ډېر د موټرو بارول او د موټر چلوونکي بې احتیاطي د یادې پېښې لاملونه ګڼي.

غړي

You need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.

اړوند خبرونه

ټول پېښې