ترينکوټ ( پژواک، ۲۷ لړم ۹۸ ): د اروزګان د دهراوود ولسوال وايي چې په تېرو درېيو مياشتو کې يې ۱۴۹۵ جریبه ځمکه د غاصيبنو له منګولو خلاصه کړې ده.
عبدالمنان عليزي چې درې مياشتې مخکې د ولسوال په توګه ټاکل شوى، له پژواک خبري اژانس سره په يوه ځانګړې مرکه کې وويل چې تردې مهاله يې د يادې ولسوالۍ په بېلابېلو برخو کې ګڼ شمېر فعاليتونه ترسره کړي او ښې لاسته راوړنې لري.
ده زياته کړه،په دې موده کې يې ١٤٩٥ جريبه ځمکه چې د شخصي خلکو، زور واکو او سيمه ييزو ټوپکوالو له خوا غصب شوې و، خلاصه کړې ده.
ولسوال وايي، په يادې ولسوالۍ کې له تېرو څو کلونو راهيسې زرګونه جريبه دولتي ځمکه د زور واکو له خوا غصب شوې، چې پر زياتو يې شخصي کورونه هم جوړ شوي دي .
د عليزي په وينا، داسې يو کمېسيون يې ټاکلی ترڅو نه يوازې د دولتي ځمکو د روان غصب مخنيوی وکړي، بلکې هغه ځمکې هم په لاس راوړي چې په تېرو څو کلونو کې غصب شوې وې.
نوموړي وويل، غاصبینو همدا دولتي ځمکې پر عامو خلکو پلورلې دي او خلکو په کې د استوګنې کورونه جوړ کړي دي.
ولسوال زياتوي، ټاکل شوی کمېسیون به نه يوازې دولتي ځمکې له غصب څخه خلاصوي، بلکې هغه کسان چې په تېرو کلونو کې یې همدا دولتي ځمکي خپلسرې غصب او پلورلي هم د قانون منګلو ته وسپاري.
عليزي د ولسوالۍ د وخت پر مسوولينو هم نيوکه وکړه چې د هغوی د نه پاملرنې له امله د دولت زرګونه جريبه ځمکه د ملکي کسانو په نوم شوې وه.
هغه وايي، د دندې د پيل پرمهال يې د ولسوالۍ له اوسېدونکو سره د غاصبينو، زور واکو او قانون ماتوونکو پر وړاندې د جدي مبارزې ژمنه کړې وه او اوس هم پر خپلې کړې ژمنې ولاړ او د هر ډول تېروتنو مخنيوی به کوي.
ولسوال وويل، يوه اوونۍ مخکې يې دوولس کلنه هغه دښمني هم په روغه جوړه بدله کړه، کوم چې په ولسوالۍ کې د دو قومونو پوپلزو او نوروزو ترمنځ د اوبو پر سر راپورته شوې وه.
د هغه په وينا، دغو قومونو په دغه موده کې يو او بل ته درانه مالي او ځاني زیانونه اړولي وو او تر خپل واک لاندې سيمو کې یې د یو اوبل د ورتګ مخه هم نیولې وه.
دى وايي، د مخورو په منځګړیتوب یې د دواړو قومونو ترمنځ روغه کړې ده.
عليزي زياته کړه، په دې ولسوالۍ کې د امنيتي ارګانونو ترمنځ د همغږۍ له ا مله د وسله والو طالبانو بريدونه له ماتې سره مخ او ورته درنه مرګ ژوبله اوښتې ده.
ولسوال وايي، اوس هم د ولايت له مرکز سره د يادې ولسوالۍ لاره بنده ده ، مخابراتي شبکې کار نه کوي ، روغتيايي اسانتياوې نه لري او يو شمېر نور ستونزې هم شته چې د ولسوالۍ خلک ورسره لاس او ګرېوان دي.
هغه زياته کړه، د ولايت له مسوولينو سره يې خبره کړې چې له ترينکوټ سره د ٦٥ کيلو متره سړک د رغونې چارې پيل کړي.
دهراوود د اروزګان ولایت د مرکز سوېل لوېديځ لوري ته موقعيت لري او د نورو ولسواليو په پرتله با امنه او امنيتي ساحه يې پراخه ده.
غړيYou need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.










