ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

“سږ کال به د سلګونو ميليونو ډالرو په ارزښت ٣٠ زره ټنه جلغوزي چين ته صادر شي”

“سږ کال به د سلګونو ميليونو ډالرو په ارزښت ٣٠ زره ټنه جلغوزي چين ته صادر شي”

author avatar
19 Nov 2019 - 14:49
“سږ کال به د سلګونو ميليونو ډالرو په ارزښت ٣٠ زره ټنه جلغوزي چين ته صادر شي”
author avatar
19 Nov 2019 - 14:49

خوست ښار (پژواک، ۲۸ لړم ۹۸): د خوست ولايت سوداګر وايي چې د تېر کال په پرتله سږکال د جلغوزو حاصلات زيات او بيه يې دوه برابره لوړه شوې ده.

هغوى اټکل کوي چې سږ کال به د سلګونو ميليونو ډالرو په ارزښت شاوخوا ٣٠ زره ميټريک ټنه جلغوزي چين ته صادر شي.

هغوی يې عمده لامل د افغانستان او چين ترمنځ د هوايي دهليز پرانيستل بولي، چې له امله يې ددغه ولايت د جلغوزيو بيه لوړه شوې ده.

ددې ترڅنګ د ولسمشر محمداشرف غني له لوري د جلغوزو پرقاچاق بنديز هم ښايي سږ کال د جلغوزيو د بيې لوړېدو بل لامل وي.

دغه جلغوزي د خوست ښار لوېديځ لورته په يوه ځانګړي مارکېټ کې لومړى چاڼ او بيا په بوريو کې تر بسته بندۍ وروسته چين ته د استولو لپاره کابل ته لېږدول کيږي.

له خوست سربېره د پکتيا او پکتيکا کروندګر هم خپل د جلغوزيو حاصلات د خرڅلاو لپاره دغه مارکېټ ته راوړي.

د جلغوزو د سوداګرو په وينا چې دغه ځای کې د جلغوزيو د پاخه من نرخ چې ۵۰ کيلوګرامه دی، شاوخوا ۱۲۵ زره افغانۍ دی.

د ګل محمد په نوم د جلغوزيو يو تن کروندګر پژواک خبري اژانس ته وويل، که څه هم د تېر کال په پرتله يې سږ کال بيه دوه برابره ده، خو په ځينو سيمو کې يې د طبيعي آفتونو له امله  حاصلات کم دي.

هغه زياته کړه : ((سږکال په پکتيا او پکتيکا کې ډېر کم دي. دلته ږلۍ وهلي دي، ګرمي وهلي نو ځکه يې حاصلات کم دي د چا به چې لس بورۍ کيدل، هغه اوس تقريباً دوو بوريو ته رسېدلي دي.))

په خوست کې د جلغوزيو د سوداګرو اتحاديې مشر شهزاده You need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.