منځپانګې ته تلل
شنبه ۱۴ نومبر ۲۰۲۶ · کابل ۱۲:۴۷ غ.و
۱۲° — په ټولو ولایتونو کې هوا
صاف · ↑۱۳° ↓۰°
د هوا کیفیت: منځنی
غړي

په تورخم کې د چين په مرسته مسافرو ته د خدماتو عصري مرکز جوړېږي

· ۱ دقیقه لوستل · ۸۹ کتنې

جلال اباد (پژواک، ٧ لېندۍ ٩۸): د چین هېواد د ننګرهار په تورخم ښارګوټې کې د مسافرینو د خدمتونو مرکز جوړېدو په موخه څه باندې ۲۱ میلیونه افغانۍ مرسته وکړه .

د تورخم ښاروال انجنير راحت ګل زيارمل د لېندۍ په ٧مه پژواک خبري اژانس ته وويل، د چين له مرستې سره د تدارکاتي چارو له بشپړېدو وروسته به راتلونکې اوونۍ کې د دغه مرکز عملي چارې پیل شي .

هغه زياته کړه، یاد مرکز چې په شپږو میاشتو موده کې به په شاوخوا ۴۵۰ متره مربع سیمه کې په دوو پوړونو کې د تورخم ښاروالۍ د ډیزاین له مخې جوړ شي په کې به د نارینه او ښځینه مسافرینو لپاره د پاسپورټ څانګې، دمه ځای، د معلوماتو مرکز، جومات، مسافر خونې، تشنابونه او نور اړين محلقات ولري .

زیارمل وایي، د یاد مرکز د جوړېدو بودجه یې د چین هېواد د سفارت او بهرنیو چارو وزارت استازو سره د هوکړه لیک له لاسلیک کولو وروسته ترلاسه کړه .

نوموړي د یادې بودجې ترلاسه کولو له امله د ننګرهار والي، بهرنیو چارو وزارت او د چین له سفارت څخه مننه وکړه او تورخم ته یې په نورو برخو کې د لا زیاتې مرستې غوښتنه وکړه .

غړي

You need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.

اړوند خبرونه

ټول سوداګري او اقتصاد