کابل (پژواک، ٧ لېندۍ ٩٨): وروسته له هغه چې په قطر کې د امريکا او طالبانو ترمنځ د غير رسمي خبرو او ناستو راپورونه ورکړل شوي، اوس هلته يو ځل بيا هڅې ګړندۍ شوې او نورو هېوادونه هم په دې پروسه کې داخل شوي دي.
څو ورځې مخکې د امريکا ځانګړي استازي زلمی خليلزاد کابل ته له سفر وروسته قطر ته ولاړ او هلته يې د طالبانو د سياسي دفتر له استازو سره يې وليدل.
په قطر کې ځينې سرچينې وايي، سره له دې چې د امريکا د ولسمشر ټرمپ له خوا له طالبانو سره خبرې ځنډول شوې، خو د دواړو لورو ترمنځ غير رسمي پټې خبرې روانې دي.
بلخوا د طالبانو د قطر دفتر وياند سهيل شاهين د لېندۍ په ٧مه په خپل ټويټر کې ليکلي چې د افغانستان لپاره د اروپايي اتحاديې ځانګړى استازى رولانډ کوبيا او د جرمني ځانګړى استازی مارکس پوټزيل پرون د دوى د دفتر له مرستيال عباس ستانکزي سره ليدلي دي.
سرچينې زياته کړې ده، په دې کتنو کې دواړو لورو د هېواد پر روان وضعيت او همداشان د افغانستان د مسئلې پر سوله ييز حل او د سولې د روانې پروسې په هکله خبرې وکړې.
بلخوا د طالبانو د سياسي دفتر مشر ملا عبدالغني برادر په مشرۍ يو پلاوى دا مهال په ايران کې دى او د دغه هېواد له چارواکو سره يې ليدلي دي.
دا په داسې حال کې ده چې د اروپايي اتحاديې او جرمني ځانګړي استازي له ملا عباس ستانکزي سره له ليدنې مخکې په دوحه کې د افغانستان له سفير عبدالحکيم دليلي سره ليدلي او د سولې پر پروسې یې ورسره خبرې کړې دي.
دليلي پژواک ته وويل، په دې ليدنه کې چې د امريکا د سفارت ډيپلوماتانو هم شتون درلود، پر افغان سوله، ټاکنو او یو لړ نورو مهمو مسایلو خبرې وشوې.
د هغه په وينا، په دې لیدنه کې امریکايي او جرمني لورو د سولې پروسې د افغاني کولو او په دې پروسه کې د خپلو همکاریو ډاډ ورکړ او د بین الافغاني خبرو او باعزته سولې د راتلو هیله یې څرګنده کړه.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن