ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

حکومت د بدخشان د سرو زرو او د بلخاب د مسو قرادادونه فسخ کړل

حکومت د بدخشان د سرو زرو او د بلخاب د مسو قرادادونه فسخ کړل

author avatar
30 Nov 2019 - 16:23
حکومت د بدخشان د سرو زرو او د بلخاب د مسو قرادادونه فسخ کړل
author avatar
30 Nov 2019 - 16:23

کابل (پژواک، ٩ لېندۍ ٩٨): د حکومت د اقتصادي عالي شورا په غونډه کې د بدخشان د سرو زرو او د بلخاب د مسو قراردادونه فسخ کړل شوي دي.

د راپورونو له مخې، د بدخشان د طلا او د بلخاب مسو د تړون مسوده مخکې په ۲۰۱۳ کال کې نهایي او وروسته بیا په ۲۰۱۴ کال کې د تاییدي لپاره د وزیرانو شورا ته واستول شوه خو د ملي يووالي حکومت په جوړېدو او د افغانستان د کانونو قانون په تنفیذ سره، د کانونو او پټرولیم وزارت کې د ظرفیت نه شتون او د ګټو خلاف بحث را برسېره کېدو له امله وځنډول شو.

بالاخره د یادو دوو کانونو د تړون مسوده د ۱۳۹۵ کال وږي په لومړۍ نېټه د اقتصادي عالي شورا ته وړاندې شوه چې له ډېرو بحثونو وروسته فسخه شوه.

خو په دې وروستيو کې د تدارکاتو ملي کمېسيون د بدخشان د سرو زرو او د بلخاب د مسو د تړون مسوده له سنټرال Central، افغان ګولډ کمپنۍ (Afghan Gold Minrals Company) او ځينو نورو شريکانو سره نهايي کړې ده.

پر دغو قراردادونو شاوخوا ١١ مياشتې مخکې د اکتوبر په پنـځمه نېټه په واشنګټن کې د افغانستان د کانونو د وزيرې نرګس نهان او د هغه مهال د ښار جوړونې وزير چې له يادو شرکتونو سره شريک دى، د ماليې د وزير همايون قيومي پر وړاندې لاسليک شوى و.

د کانونو وزارت وياند عبدالقدير مطفي د لېندۍ په ٩مه پژواک خبري اژانس ته وويل چې درې ورځې مخکې د ولسمشر اشرف غني په مشريۍ د حکومت د اقتصادي عالي شورا غونډه کې ياد قراردادونه له ارزونې وروسته فسخ شول.

هغه زياته کړه، د يادو قراردادونو اړوند شرکتونه په خپلو ژمنو کې پاتې راغلي او درې  ځلې يې د دې پروژو کارونه تمديد کړي وو.

د يادو قراردادونو دلاسليکولو پر مهال د افغانستان پر کانونو د څار بنسټونه د بدخشان د سرو زرو او د بلخاب د مسو کانونو اکتشاف او استخراج تړون ((د کانونو چورول او د نړيوالې ټولنې دسيسه)) بولي.

د افغانستان پر روڼتيا د څار بنسټ مشر اکرم فضلي، دوه ورځې مخکې (د تلې ١٢مه) په کابل کې د خبري ناستې پرمهال وويل چې د کانونو او پټروليم سرپرسته وزيره نرګس نهان، د ماليې وزارت سرپرست همايون قيومي، ځينې نور چارواکي او اړوند حکومتي مسؤولين واشنګټن ته تللي دي چې دا تړون يې په غير قانوني ډول لاسليک کړ.

نوموړي د دې تړونونو لاسليک د ((کانونو تالان او نړيواله دسيسه)) بللې، ويې ويل چې حکومت په ځانګړې توګه ولسمشر محمد اشرف غني په يو ډول دې برخه کې ((سياسي جوړ جاړی)) کړی چې د هېواد د کانونو سکتور د راتلونکي لپاره ډېر اندېښمن ګواښ دی.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.