کابل (پژواک، ۹ لېندۍ ۹۸): په کابل ښار کې نن د تېرې شنبې په پرتله د اړو بیه او د افغانۍ پر وړاندې د ډالر او کلدارې ارزښت لوړ شوی خو د نورو لومړنیو اړینو توکو بیو بدلون نه دی کړی.
د کابل ښار د منډوي بازار له عمده پلورونکو یوه کس محمد صمیم پژواک خبري اژانس ته وویل چې نن تېرې شبنې ته په کتو د ۴۹ کیلوګرامه عمده قزاقي اوړه له ۱۶۵۰ نه ۱۶۷۰ افغانیو ته لوړ شوي دي.
د خوراکي توکو سوداګر وایي چې د مالیې وزارت له خوا د اوړو پر وارداتو لوړ ټکس، په قزاقستان کې د اوړو د بیې لوړوالی او له پاکستانه افغانستان ته د اوړو د صادراتو درېدل، د هېواد په بازارونو کې د هغو د بیې د لوړېدو سبب شوي دي.
خو د نورو لومړنیو اړینو توکو بیې پر خپل ځای پاتې دي.
د محمد صمیم په خبره، نن تېرې شنبې ته په کتو په عمده ډول د ۴۹ کیلوګرامه پاکستانۍ بورې د پلور بیه ۱۹۲۰ افغانۍ، ۲۴ کیلوګرامه لومړۍ درجه پاکستانۍ وریجې په ۲۲۰۰ افغانۍ، ۱۶ لېتره خورشید غوړي په ۱۱۳۰ افغانۍ، یو کیلوګرام اندونیزیایي شین چای په ۳۰۰ افغانۍ او یوه کیلو افریقایي تور چای په ۳۲۰ افغانۍ پلورل کېږي.
د ځینو موادو پرچون پلور له عمده پلور سره په ځینو برخو کې ډېر خو په ځیونو مواردو کې بیا ډېر توپیر لري.
د کابل ښار د تایمني د ۱۳ سړک یوه خوراکه پلورونکي احمد مصطفی وویل، نن د ۵۰ کیلوګرامه پرچون قزاقي اوړو بیه ۱۷۵۰ افغانۍ، ۴۹ کيلوګرامه پاکستانۍ بوره په ۲۰۰۰ افغانۍ، ۲۴ کیلوګرامه اول سېله پاکستانۍ وریجې په ۲۵۰۰ افغانۍ، ۱۶ لېتره خورشید غوړي په ۱۲۰۰ افغانۍ، یوه کیلو اندونیزیایي شین چای په ۳۲۰ افغانۍ او یوه کیلو افریقایي تور چای په ۳۶۰ افغانۍ پلورل کېږي.
د سون توکو په بیه کې هم بدلو نه دی راغلی.
د کابل ښار د وزیر اباد د تېلو د ټانک یوه کارکوونکي عبدالهادي وویل، نن لکه د تېرې شنبې د یو لېتر پټرولو بیه ۵۱ افغانۍ او د یو لېتر ډېزلو بیه ۴۸ افغانۍ ده.
همدارنګه د کابل ښار د تایمني د څلورم سړک یوه ګاز پلورونکي محمد اکرام پژواک خبري اژانس ته وویل چې نن لکه د تېرې شنبې د یو کیلو ګرام مایع ګاز بیه په ۵۰ افغانۍ پلوري.
د سرو زره بیې بدلون نه دی کړی.
د کابل ښار د تيمورشاهي سړک یوه زرګر حاجي فواد احمد صالح وویل، نن لکه د تېرې شنبې په څېر یو ګرام ۷۵۰ عیار عربي سره زر په ۳۰۵۰ افغانۍ او یو ګرام ۵۸۵ عیار روسي سره زر په ۲۴۵۰ افغانۍ پلوري.
په دې اوونۍ کې د افغانۍ پر وړاندې د ډالر او کلدارې ارزښت لږ لوړ شوی.
د کابل ښار په شهزاده سرای کې د صداقت صرافۍ د څښتن حاجي حسین صداقت د معلوماتوله مخې، نن ورځ یو امریکایي ډالر ۷۸.۷۵ افغانۍ او ۱۰۰۰ پاکستانۍ کلدارې په ۴۹۹ افغانۍ بدلېږي.
د لېندۍ په ۲مه، د یوه امریکایي ډالر ارزښت ۱۰.۷۸ افغانۍ او زر پاکستانۍ کلدارې په ۴۹۳ افغانۍ بدلېدې.
غړيYou need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.










