منځپانګې ته تلل
پنجشنبه ۵ نومبر ۲۰۲۶ · کابل ۹:۰۱ غ.و
۱۰° — په ټولو ولایتونو کې هوا
نیمه ورېځ · ↑۱۵° ↓۷°
د هوا کیفیت: منځنی
غړي

په کندهار کې راروان ژمي کې د احتمالي خطرونو د مخنيوي لپاره چمتووالى نيول شوى

· ۴ دقیقې لوستل · ۱۳۸ کتنې

کندهار (پژواک، ۹ لیندۍ ۹۸): د کندهار چارواکي وايي، په را روان ژمي کې د احتمالي خطرونو د مخنیوي لپاره چمتووالی نیول شوی دى.

دغه چمتووالی په داسې حال کې نیول کېږي چې تېر کال ورښت او سېلابونو په کندهار کې درانه ځاني او مالي زیانونه واړول.

بل خوا له مرکز څخه کندهار ته یو پلاوی راغلی څو تر څېړنې وروسته د سېلابونو د مخنیوي په موخه لنډمهالي او اوږدمهالي پلانونه جوړ کړي.

د کندهار ولایت د ټولنیزو چارو مرستیال حاجي اغا لالي دستګیري پژواک خبري اژانس ته وویل، په تېر ژمي کې د ورښت او سېلابونو له امله اوښتو زیانونو ته په کتو دا ځل ولایتي ادارې په را روان ژمی کې د احتمالي خطرونو د مخنیوي لپاره چمتووالی نیولی دی.

هغه زیاته کړه، په دې برخه کې له بېلابېلو ریاستونو څخه د اضطرار په نوم یوه کمېټه جوړه شوې څو مخکې له مخکې چمتووالی ونیسي او خپل امکانات سره شریک کړي.

د ده په وینا،څو ورځې مخکې له مرکز څخه کندهار ته د بېلابېلو وزارتونو یو ګډ پلاوی هم راغلی څو په کندهار ښار او ولسوالیو کې تر دقیقې څېړنې وروسته د خطرونو د مخنیوي په موخه لنډ مهالي او اوږدمهالي پلانونه جوړ کړي.

دی وايي، په دغو طرحو او پلانونو کې د اوبو د مهارولو او طبیعي پېښو د مخنیوي په موخه د کندهار ښار او ولسوالیو د کانالیزاسیون سیسټم جوړول، د میان کوه بند، چک ډیمونو، لښتيو او پاتاوونو رغول او جوړول شامل دي.

نوموړي وویل، د دغو او یو لړ نورو طرحو او پلانونو له عملي کېدو سره به د سېلابونو راوتو مخنیوی وشي او له خلک به د طبیعي پېښو له جدي خطرونو وژغورل شي.

په کندهار کې د اضطرار کمېټې له ډلې، له پېښو سره د چمتووالي ریاست مرستیال محمد افاق بریالی وايي، دغه ریاست د ۴۵۰ کورنیو لپاره د خوراکي توکو چمتووالی لري او دغه راز یې د اړتیا پر مهال د اړینو توکو د پېرلو لپاره ۹۰۰ زره افغانۍ ځانګړې کړي دي.

د کلیو د پراختیا او بیارغونې رییس محمد نسیم ایوبي وايي، په را روان ژمي کې د احتمالي خطرونو د مخنیوي پر مهال د ۳۰۰ کورنیو لپاره د خوراکي توکو د چمتو کولو توان لري.

د کندهار د عامې روغتیا رییس ډاکټر موسی سلطاني وايي، په بېړنیو حالاتو کې تر ۱۵ زره تنو پورې د روغتیايي مرستو د رسولو چمتووالی لري.

ده یادونه وکړه چې مخکې له مخکې یې د کندهار نږدې او لیرې سیمو ته روغتیايي سامان الات لېږدولي دي.

د کډوالو چارو رییس دوست محمد نایاب وايي، د ممکنه خطرونو پر مهال له ۸۵۰۰ کورنیو سره د مرستې امکانات په واک کې لري.

د کرنې رییس سید حفیظ الله سیدي وايي، د همدې کال له پيل راهیسې په کندهار کې د سېلابونو د اوبو د مهارولو او زېرمه کولو په موخه د ۳۰ میلیونه افغانیو په لګښت پروژې بشپړې شوي چې واړه بندونه او نور په کې شامل دي.

د کندهار ښاروالۍ مرستیال محمد نسیم رضايي هم وايي چې د سېلابونو پر مهال د خطرونو د مخنیوي لپاره یې کمېټې جوړې کړي او لازمه مشینري په واک کې لري.

د دې تر څنګ په کندهار کې مېشتې مرستندویه ادارې هم له زرګونو کورنیو سره د مرستې لپاره د چمتووالي ډاډ ورکوي.

د کندهار اوسېدونکي وايي، په دې ولایت کې اقلیمي بدلون ته په کتو په کار ده په کندهار ښار او ولسوالیو کې لازم چمتووالی ونیول شي څو د تېر کال په څېر خلکو ته درانه زیانونه وا نه وړي.

د کندهار ښار د درېیمې ناحیې اوسېدونکي احمد شاه پژواک اژانس ته وویل، تېر کال ورښت او سېلابونو په کندهار ښار او ولسوالیو کې سلګونه کورونه ونړول لسګونه خلک مړه او ټپیان او په زرګونو بې کوره شول.

دی وايي، دغه زیانونه په داسې حال کې واوښتل چې دولت یې د مخنیوي لپاره هیڅ چمتووالی نه درلود.

نوموړی غوښتنه کوي چې د سېلابونو د مخنیوي په موخه دې د سېلابونو راوتلو په مسیرونو کې بندونه جوړ شي څو اوبه په کې زېرمه شي او و نه بهېږي.

د یادونې ده چې تېر کال په ژمي کې په کندهار کې ورښت او سېلابونو د نورو زیانونو تر څنګ مالدارۍ ته ۶۳ میلیونه او صنعت ته ۷۵ میلیونه افغانۍ زیان واړاوه.

خو د دې تر څنګ یې په کندهار ښار او ولسوالیو کې ۹۵ تنو ته مرګ ژوبله واړوله، شاوخوا ۶ زره کورونه یې ویجاړ کړل او په زرګونو جریبه کرنیزې ځمکې او باغونه یې ویجاړ کړل.

 

غړي

You need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.

اړوند خبرونه

ټول ټولنه