جلال اباد (پژواک،١٠ لېندۍ ۹۸): د ننګرهار د کانال رياست وايي چې سږ کال د دغه ولایت د زيتونو له فارمونو ۱۵۰ ټنه حاصلات راټول شوي چې د تېر کال په پرتله پنځه برابره زيات شوي دي.
د چارواکو په وينا، پخوا ډېر فارمونه د وسله والو په لاس کې و؛ خو په يادو سيمو کې د امنيتي ځواکونو تر عملياتو وروسته فارمونه د دولت په کنټرول کې راغلي او حاصلات ورسره لوړ شوي دي.
دوی وایي، سږکال يې له زيتونو ۴ ټنه اچار پروسس کړي او د تېلو د پروسس لړۍ چې لا هم روانه ده ټاکل شوې لس ټنه ورسيږي.
د ننګرهار د کانال رياست اړوند د زيتونو د فابريکې امر عتيق الله نايل د لېندۍ په ۹مه پژواک اژانس ته وويل، سږکال دوی ته د کانال د زيتونو له فارمونو څخه ۱۵۰ ټنه د زيتونو دانې راوړل شوې دي چې د تېر کال په پرتله پنځه برابره زياتې دي.
هغه وايي، تېر کال دوی د زيتونو له فارمونو څخه يوازې ۲۲ ټنه حاصلات راټول کړي و؛ ځکه ډېر فارمونه له وسله والو سره و؛ خو سږ کال د دولت تر کنټرول لاندې دي.
هغه زياته کړه: ((تېر کال موږ د زيتونو له شنو دانو څخه ۸ ټنه اچار جوړ کړي و، سږکال يې کچه بازار ته د اړتيا له مخې، ۴ ټنه شوې، خو د زيتونو د تېلو (غوړيو) پروسس کچه څو چنده زياته ده.))
د نوموړي د معلوماتو له مخې، سږکال دوی پلان لري چې د زيتونو له دانو څخه ۱۰ ټنه تېل پروسس کړي چې تېر کال يې يوازې ۱ اشاريه ۴ ټنه (۱۴۹۰کيلو) تېل توليد او پروسس کړي و.
دی وايي، په دغه ولايت کې پخوا د کانال ډېر فارمونه نا امن و او د دوی مامورينو او کارمندانو ترې حاصلات نه شواى راټولولی، خو سږ کال چې هلته امنيتي ځواکونو عمليات ترسره کړي او فارمونه د حکومت تر کنټرول لاندې دي د دوی حاصلات هم ورسره لوړ شوي دي.
عتيق الله نايل ټينګار کوي چې که حکومت همداسې پاملرنه زياته کړي او د زيتونو د ونو سمه پالنه وشي؛ نو دا حاصلات لا نور هم زياتېدلی شي.
د ننګرهار کانال د زيتونو په فابريکه کې کارکوونکي بيا په فابريکه کې د کارګرو د شمېر له کموالي شکايت کوي.
د دوی له ډلې رحمت الله وايي، پخوا به د زيتونو په فابريکه او باغونو کې ۱۸ زره کسانو کار کاوه خو اوس دا شمېر ډېر را محدود شوی دی.
د ننګرهار د کانال رييس پرويز علي هم ورته ستونزې مني خو وايي، د دغو ستونزو د حل لپاره يې له مرکز څخه دوی ته د ځانګړې بوديجې او صلاحيتونو د ډېروالي غوښتنه کړې ده.
غړيYou need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.










