ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

بلخ کې د ګازنیونې له امله د يوې کورنۍ څلور ماشومان مړه شوي

بلخ کې د ګازنیونې له امله د يوې کورنۍ څلور ماشومان مړه شوي

author avatar
3 Dec 2019 - 13:23
بلخ کې د ګازنیونې له امله د يوې کورنۍ څلور ماشومان مړه شوي
author avatar
3 Dec 2019 - 13:23

مزارشريف (پژواک، ۱۲ لېندۍ ۹۸): په بلخ و لايت کې د ګازنیونې له امله د يوې کورنۍ څلورو ماشومانو خپل ژوند له لاسه ورکړی.

د بلخ د ملکي روغتون امر ډاکټر شفيق الله شايق د لېندۍ په ۱۲مه پژواک خبري اژانس ته وويل چې دغه پېښه تېره شپه په دهدادي ولسوالۍ کې رامنځته شوې ده.

نوموړي زياته کړه، دغه ماشومان هغه مهال مړه شوي چې په خونه کې ګازي بخارۍ لګېدلې ترې پاتې شوې او ګاز ترې تللی دی.

د هغه په خبره، د مړه شوو ماشومانو جسدونه نن سهار د بلخ ملکي روغتون ته لېږدول شوي.

شايق وايي، د دغو مړه شوو ماشومانو عمرونه ۸، ۱۲ او ۱۶ کلونه دي چې دوه هلکان او دوه هم نجونې دي.

نوموړي له کورنیو غوښتنه وکړه چې له ګازي او ډبرو سکرو له بخاریو سره احتیاط وکړي.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.