کابل (پژواک، ۱۵ ۹۸): د کابل ځیني ښاریان او د افغانستان همبستګۍ ګوند غړو د پاکستان سفارت مخې ته د لاریون په ترڅ کې ادعا وکړه چې د ناکامورا په وژنه کې د پاکستان د استخباراتي ادارې لاس دی.
د پژواک د دغه راپور له مخې، د یوې چاپانۍ خیریه موسسې مشر ډاکتر ناکامورا او د هغه پنځه افغان همکاران د لېندۍ په ۱۳مه د ننګرهار په مرکز جلال اباد ښار کې په وسله وال برید کې ووژل شول.
ناکامورا ته چې له دوو لسیزو را په دې خوا یې د کرنې او بیارغونې په برخو کې په افغانستان خیریه کارونه ترسره کول، څو ورځې مخکې ولسمشر غني د افغانستان تابعیت ورکړ.
یادو لاریون کوونکو د چاپان د اوسېدونکي ناکامورا په ترور کې د پاکستان د استخباراتي ادارې لاس وباله.
هغوی وویل، ناکامورا د کونړ سیند یوه برخه اوبه چې د پاکستان هېواد ته روانې دي، مهار کړې او د افغانستان په ختیځ کې یې د کرنې د ودې لپاره ګټه ترې اخیسته.
د افغانستان د همبستګي ګوند یوې غړې زرمینې وویل: ((د ناکامورا او افغان همکارانو د وژنې عامل یې د پاکستان استخباراتي سازمان دی.))
هغه زیاتوي، د پاکستان دولت لکه څنګه چې پر کونړ راکټي بریدونه کوي، نو هر څوک چې د کونړ اوبو د ګرځولو لپاره اقدام وکړي، هغه دښمن بولي او تر راکټي بریدونو لاندې یې راولي.
یوه لاریون کوونکې او د ولسي جرګې غړې بلقیس روشن وايي چې افغان حکومت باید ناکامورا ته د نمایشي تابعیت ورکولو پر ځای د هغه امنیت ټینګ کړی وای.
هغه هم ادعا کوي چې د دې پېښې تر شا د پاکستان لاس دی.
د راپورونو له مخې، نن د ناکامورا د کورنۍ غړي د نوموړي د مړي د تسلیمۍ لپاره کابل ته را رسېدلي دي.
دا په داسې حال کې ده چې نن د خوست ولایت چارواکو اعلان وکړ چې د ناکامورا د ښو خدمتونو په پار یې په دغه ولایت کې یوه څلورلارې د هغه په نوم ونوموله.
login or register a new account.